منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۲ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د تياتر اتم جشن پيل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

 کابل(پژواک، ٢٦ تله ٩٣): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېره يوه لسيزه کې تياتر په ښه بڼه بېرته فعال شوى، خو لا هم د هنرمندانو مالي ستونزې ددې هنر د اړينې ودې مخنيوى کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه موضوع د شنبې په ورځ د هېواد تياتر په اتم جشن کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د تياتر د يو شمېر هنرمندانو او مينه والو په شتون کې چې د کابل ښار په ١٦ مه ناحيه کې په کابل نندارې سالون کې جوړ شوى وو، بيان کړه.

  په دغو مراسمو کې د ځينو نړيوالو فرهنګي بنسټونو لکه اغاخان، د المان ګوېته انستيتيوت، د برېتانيا فرهنګي مرکز، د فرانسې فرهنګي مرکز استازو او د کابل پوهنتون  د ښکلو هنرونو پوهنځي يو شمېر استادانو او محصلينو ګډون کړى و.

رهين وويل:((زموږ ټولو هنرونو په ځانګړي ډول تياتر ډېرې لوړې ژورې ليدلي. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې تياتر په بشپړه توګه له منځه ولاړ، هنرمندان د نړۍ په هر کونج او ګوښه کې خواره شول، کابل نندارې اور واخيست ، وران شو، خو له نېکه مرغه چې دغه هنر د هنرمندانو د اعتقاد او لېوالتيا له مخې بېرته د لنډ مهالي حکومت سره په پښو ودرېد.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي تياتر رييس عبدالغفور شريعتي مراسمو ته په  وينا کې تياتر د زړه نږدېوالي او ورورۍ څرګندوى وباله او ويې ويل چې دغه هنر د خلکو پر شونډو د خندا  راوستلو او پر ټولو ناخوالو ښکلې نيوکه کوي او خلکو ته د نندارې له لارې ستونزې څرګندوي.

خو نوموړي له هنرمندانو څخه په نه ملاتړ نيوکه وکړه او ويې ويل:((که چېرته د هېواد د تياتر هنرمندانو سره مالي ملاتړ ونه شي، نو لږ تر لږه  خو دې د کړو کارونو په سبب په يوه ستاينليک ونازول شي.))

د مرکزي تياتر يوه ممثل ويس الدين حکيمي پژواک ته وويل چې د تياتر هنرمندان هره مياشت څلور زره افغانۍ تنخوا تر لاسه کوي ، خو په دغه برخه کې د اداري اصلاحاتو پروګرام د نه عملي کېدو له امله د تنخوا اوسنۍ کچه نه ده لوړه شوې او دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 نوموړى وايي، په دې برخه کې اته کلنه تجربه لري، خو زياتوي چې د هنرمندانو اداري اړتياوو ته پاملرنه نه کېږي:(( کله چې د يوه باد پکې د غوښتنې لپاره وړانديز وکړو، نو د بخارۍ پر مهال( د سړو موسم) کې راکول کېږي او که چېرته بخارۍ غواړو نو د باد پکې په موسم( ګرمۍ) کې يې راکوي.))

 د فراه ولايت دتياتير هنرمندانو له ډلې ددغه ولايت  د تياتر مدير محمد انور رامش وويل چې په ياده برخه کې له لس کلنې کاري تجربې سربېره تر اوسه ددغه هنر د ودې لپاره هېڅ مرسته نه ده شوې .

هغه وويل چې له ګڼو ستونزو سره دغه هنر بيا هم په فراه کې شته، خو لا هم د هنرمندانو فعاليتونه د هغوى پر خپلو امکاناتو ولاړ دي.

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د  وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د تياتر په اتم جشن کې د فراه، بغلان، ننګرهار، بغلان، هرات، باميانو، کندهار، خوست، بلخ او کابل ولايتونو څخه په لسګونو هنرمندانو ګډون کړى او تر درېيو ورځو پورې به د خپل هنر نندارې وړاندې کړي.

ټاکل شوې چې په دغه نندارليکونو کې د “هنرمند بى کفن، د ګلونو ښاپيرۍ، فساد اداري، تضاد، نيمه رخ ديگر، ځانمرګى، کيفر، دلاوران، رييس جمهور، شيرى که نمی توانست بنويسد، نور بندک مه خواستگارى ميرود، کاليگولا، خشونت، تا رهايى، تنهای گم شده و خرس” نندارليکونه نندارې ته وړاندې شي.