ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نشه يي توکي د افغانستان او روسيې تر منځ د مناسباتو د ودې جدي خنډ دى”

“نشه يي توکي د افغانستان او روسيې تر منځ د مناسباتو د ودې جدي خنډ دى”

author avatar
18 Oct 2014 - 14:11
“نشه يي توکي د افغانستان او روسيې تر منځ د مناسباتو د ودې جدي خنډ دى”
author avatar
18 Oct 2014 - 14:11

مسکو(پژواک،٢٦ تله ٩٣): د”روسيې له نشه يي توکو سره د مبارزې” سازمان يوه لوړ پوړي چارواکي د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې  د کم کارۍ او د نشه يي توکو د توليد د زياتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د روسيې د نشه يي توکو د کنټرول د فدرالي ادارې رييس ويکتورايوانوف دغه ټکى د جمعې په ورځ د افغاني رسنيو له اېډېټو رانو سره په خپل دفتر کې څرګند کړ او ويې ويل چې نشه يي توکي د افغانستان او روسيې د اړيکو د ودې په برخه کې جدي خنډ دي.

ايوانوف همدارنګه د نه همکارۍ په ځانګړي ډول د کوکنارو د کرنيزو نقشو د نه چمتو کولو او د اړوندو شبکو د نشه يي توکو د لابراتوارونو د موقعيت ښودلو په اړه نا خوښي څرګنده کړه او ويې ويل:((د افغانستان دولت د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو لړليک نه ورکوي.))

د روسيې دغه چارواکي د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو په ټنبلۍ هم نيوکه وکړه او ويې ويل:((ملګري ملتونه له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره هېڅ پروګرام نه لري او حتى دغه مسئله د ملګرو ملتونو په اجنډا او اسنادو کې نه ده شامله، يواځې يې د يوې معضلې په توګه يادوي او کوم فورمول بندي شوى پروګرام ورته نه لري.))

سرچنيې اعلان وکړ چې افغانستان نه شي کولى په يواځې ځان له دغو ستونزو راووځي او د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې حل لاره بايد د ملګرو ملتونو په کچه فورمول بندي شي.

ايوانوف وويل:((افغان دولت بايد د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره کره پروګرام، مسوول بنسټونه، د مرستو جلبوونکي پروګرامونه او دهېواد د اقتصاد پياوړتيا لپاره څرګنده موخه ولري.))

 نوموړي د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې کړنلارې ته په اشارې سره وويل چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې ستره تېروتنه کړې او هغه درمل چې د ترهګرۍ پر ضد يې تجويز کړى و ، خپله له ناروغۍ څخه خطرناکه ده.

هغه ادعا وکړه:((په هره اندازه چې په افغانستان کې بهرنى ځواک په افغانستان کې زيات شوى، په همغه اندازه د اپينو توليد هم په دغه هېواد کې لوړ شوى دى.))

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، شمېرې څرګندوي چې په ٢٠٠١ او ٢٠٠٢ کلونو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شمېر شاوخوا اوه نيم زرو ته رسېده، د اپينو توليد هم دوه زره ټنه و، خو په ٢٠٠٧ کال کې د بهرنيو ځواکونو شمېره ٣٠ زرو ته ورسېده او د اپينو توليد کې اته زره ټنه زياتوالى راغى.

 د روسيې دغه چارواکي همدارنګه د عراق او ليبيا پېښو ته په اشارې څرګنده کړه چې پر دغو دوو هېوادونو بريد ددې هېوادونو حکومتونه متزلزل کړي او د کورنۍ جګړې سبب شوي چې په پايله کې يې اروپا او افريقا ته د نشه يي توکو د قاچاق لارې پرانېستل شوې.

 نوموړي د پوليسي تدابيرو زياتول، د نشه يي توکو د پېرونکو کمول، د روږدو درملنه، د افغان پوليسو په روزنه کې له افغان حکومت سره د نړيوالو همکاريو ډېرښت او د روسيې، تاجکستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان د پوليسو ډېر والى تر ٢٠٢٠ کال پورې د خپل هېواد د کړنلارې برخه بولي.

هغه وويل چې له افغانستان سره همکارۍ يواځې له کروندګرو سره د کرنيزو تُخمونو په ورکړه نه خلاصه کېږي، بلکې بايد په افغانستان کې بنسټيزې پروژې پلې شي او خلکو ته د کسب او کار زمينه مساعده شي.

 د نوموړي په وينا چې روسيې  د افغانستان او پاکستان تر منځ له مرکزي اسيا څخه سوېلي اسيا ته د برېښنا د لېږد پروژې “کاسا ١٠٠٠” پروژې د برېښنا لېږد ، د ترکمنستان-افغانستان- پاکستان- هند ( ټاپي) ، د ايران- پاکستان- هند له ګازي نل ليکو ملاتړ کړى ځکه چې دغه پروژې د ولايتونو له اقتصادي پياوړتيا سره مرسته کوي، چېرته چې بلوڅان مېشت دي.

 د روسيې له نشه يي توکو سره د مبارزې د فدرال سازمان رييس په افغانستان کې د نشه يي توکو د ودې او په دغه هېواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ناټو پر نه پاملرنه داسې مهال نيوکه کوي چې ددغه هېواد چارواکو پخوا هم په دې برخه کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

په افغانستان کې د نشه يي توکو د ودې او د سيمې او نړۍ په هېوادونو کې ددې توکو د ورځ تر ورځې زياتېدونکي قاچاق  په اړه د روسي چارواکو ګڼ شمېر نيوکې ددې سبب شوې چې دغه هېواد له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د  مرستو پر اړتيا زيات ټينګار وکړي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.