منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په پېښور کې د “افغان کلتور” دوه ورځنى جشن تر سره شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

 کابل(پژواک، ٢٨ تله ٩٣): د پاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت په مرکز پېښور ښار د”افغان نړېوالې کلتوري ورځ” تر نامه لاندې د افغان کلتور دوه ورځنۍ جشن تر سره شو .

په دې جشن کې له پاکستان او افغانستان سربېره د نړۍ له ځينو نورو هېوادونو هم ګڼ شمېر افغانانو برخه اخيستې وه.

دغه دوه ورځنى کلتوري جشن چې د” پاک – افغان ولسي تړون” په نوم  مدني ټولنې له خوا جوړ شوى و، د روانې اونۍ د شنبې په ورځ پيل او تېره ورځ( د تلې ٢٧مه) پاى ته ورسېد، چې په کې  د مشاعرو، افغاني موسيقۍ، اتڼ ، لاسي صنايعو او کتاب نندارتونونه او ګڼ نور تفريحي پروګرامونه تر سره شول.

 ياده ټولنه په افغانستان او پاکستان کې ګډ کلتوري فعاليتونه لري او مسوولين يې وايي چې دغه کلتوري جشن په کال کې يوځل د دوو ورځو لپاره جوړوي او د لرې او برې پښتونخوا ليکوال په کې په کلتوري ستونزو او لاسته راوړنو خبرې کوي.

د يادې ټولنې مشر عالمزيب خان جشن ته په پرانېستونکې وينا کې وويل چې دا ډول جشنونه د پښتون افغان کلتور يوه ستره ننداره ده.

هغه زياته کړه:” وروسته له دې به هر کال د سپټمبر ٢٣مه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتون ثقافت په نامه نمانځو.”

  په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت  کلتوري اتشې عبدالرحمن حبيب زوى جشن ته په خپلو خبرو کې وويل چې دا ډول جشنونه د پولې دواړو غاړو ته د سولې، ثبات ، تاوتريخوالي ختمولو او د مېشتو پښتنو قومونو ترمنځ د نږدې والي سبب ګرځي.

په ياد کلتوري جشن کې د افغانستان او پاکستان له ګوټ ګوټ څخه د ښځو په ګډون سلګونو شاعرانو، ليکوالو، سياستوالو او دولتي چارواکو ګډون کړى و.

د  عوامي نېشل ګوند لوړپوړي غړي او د کلتور پخواني وزير ميا افتخار حسين له خبريالانو سره په خبرو کې د ورته جشنونو د زياتولو غوښتنه وکړه او هغه يې د کلتوري اړيکو او د افغاني کلتور پوهنې په اړه مهم وبلل.

 هغه زياته کړه:” د پولې دواړو غاړو ته  افغانان اوسېږي، ددوى ترمنځ د کلتوري او ثقافتي چارو نږدې والى دواړه ملکونه هم يو بل ته نږدې کولى شي او په سياسي تعلقاتو کې يې ښه والى راځي .”

  افغان ليکوال او شاعر اکرام الله اکرام چې د افغانستان له خوا يې  له څلوېښت کسېزې ډلې سره په دغه جشن کې ګډون کړى و، پژواک ته وويل چې جشن ته غوره ترتيبات نيول شوي و او د کلتور ژوندي ساتلو لپاره يو غوره اقدام و.

  هغه زياته کړه، چې دا ډول کلتوري جشنونونه د دواړو خواوو په اړيکو مثبت اغېز لري او د نږدې والي سبب ګرځي.

  نوموړى وايي:”هلته د افغاني دود دستور، جامو، موسيقۍ او لاسي صنايعو په اړه بېلابېلو پرېزنټشنونه وړاندې شول چې سلګونو مينه والو، په ځانګړي ډول هغو پېښوريانو يې  ننداره وکړه چې خپله ژبه يې هېره کړې وه.”

  د يادونې ده چې د روان کال د تلې مياشتې په لومړۍ اونۍ کې هم  د افغان او کوزې پښتونخوا د فرهنګيانو له خوا د افغان کلتور نړيواله ورځ د افغانانو د کلتوري ارزښتونو او ميراثونو په اړه د ويناوو تر څنګ، د افغانانو د ملي لوبو، نندارو، د ملي کاليو، لاسي صنايعو، انځورونو، کتابونو، عتيقه آثارو په نندارتونونو، مشاعرو او موسيقۍ سره د کابل د پغمان په ماڼۍ کې ونمانځل شوه.