ميدانښار ( پژواک ۵ لړم ۹۳) : د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدانښار کې د حرفوي او فني زده کړو مرکز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د لړم په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد مرکز ودانۍ په دوو پوړونو کې د ۸ مياشتو په موده کې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې پر دې ودانۍ شاوخوا ٢٥ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې لګښت يې د کار او ټولنيزو چارو،شهيدانو او معلولينو وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکړل شوى دى.
د دغې ودانۍ دګټې اخيستنې په مراسمو کې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي دکار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو له وزارت څخه مننه وکړه،چې په دغه ولايت کې يې د حرفوي او فني زدکړو د مرکز لګښت ورکړى دى .
نوموړی د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولينو ته لارښوونه وکړه،چې د ودانۍ ساتنې ترڅنګ دې هغو کسانو ته،چې په دغه مرکز کې زدکړې کوي، بشپړ سهولت برابر کړي .
د دغه ولايت د کار او ټولنيزو،شهيدانو او معلولينو چارو رييس اسلام حسيني پژواک ته وويل چې ياد مرکز په دغه ولايت کې د حرفوي او فني زده کړو لومړنی مرکز دی،چې له دې وروسته به په يوه وخت کې ۲۰۰ تنه په بېلابېلو برخو کې زده کړې وکړي .
ده زياته کړه،په دغه مرکز کې به د نجارۍ،خياطۍ،فلز کارۍ، مبايل جوړونې،ترکاڼۍ، موټر جوړونې،نلدوانۍ،کمپوټر زده کړې،قالين جوړونې،مالدارۍ،باغدارۍ،پردو جوړونې او ګڼ شمېر نورو برخو کې زدکړې ورکول شي .










