Language

پکتيا پوهنتون کې د درې پروژو چارې بشپړې شوې

ګردېز ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : په پکتيا پوهنتون کې د ۱۴۲ ميليونه افغانيو په لګښت درې  پروژې بشپړې او د درېيو نورو پروژ د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د پکتيا پوهنتون رييس دوکتورشير محمد روان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو  پروژو  مالي لګښت له نشه يي توکو سره د مبارزې ، او د لوړو زده کړو وزارتونو له خوا دکوکنارو دنه کر په بدل او د پرمختيايي بوديجې له لوري ورکړل شوى دى.

نوموړی وايي ، په دغو پروژو کې د اقتصاد ، کرنې پوهنځيو او د نارينوو د ليلې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

روان وايي ، د انجنيري پوهنځي، جومات او د اوبو د حوض  پروژو کار پيل او په راتلوونکي کال کې به يې چارې بشپړې شي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي محمدابراهيم غښتلي پژواک ته وويل، له دې پروژو څخه يې وخت په وخت څارنه کړې او  د دې پروژو په بشپړيدو سره به د محصلينو ستونزې تر يوه ځايه هوارې شي.

نوموړي وويل ،چې پکتيا پوهنتون په اوسني نظام کې جوړشوی او لاهم په زياتو برخو کې کار ته اړتيالري ، چې بايد ترسره شي .

پکتيا پوهنتون لس کاله دمخه جوړ شوی ، دامهال اوه پوهنځي لري ،چې شاوخوا درې نيم زره محصلين په کې زده کړې کوي .

که څه هم په پکتيا پوهنتون کې تر ډيره بريده رغنيزې چارې پرمخ تللي، خو د ليليې نشت، د لابراتوار او بډايه کتابتونونو نشت او د دې تر څنګ د عملي کار د ساحې نشتوالی هغه څه دي، چې د دې پوهنتون محصلين ترې سر ټکوي.

Related Topics