ميدانښار (پژواک ۸ لړم ۹۳): د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د کان کيندنې پر مهال يوه لويه تاريخي ډبرينه خونه پيدا شوې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د لړم په ۸ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه خونه د جلرېز په عربانو دره کې پرون کشف شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې له ياد کان څخه د تيږو د را ايستلو پر مهال لومړى يو کوچنی سوری پيدا شوی و خو تر پلټنې وروسته معلومه شوه چې د سوري دننه يوه لويه تاريخي خونه شتون لري.
خوږياڼى وايي چې دغه خونه ۲۰ متره اوږدوالی او ۱۸ متره سور، شاوخوا ۳ متره لوړوالی لري چې د ګلدارو تيږو په وسيله جوړه شوې او طبيعي اوبه هم په کې ډنډ وې.))
د هغه په وينا ، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه خونه په لاسي او که په طبيعي ډول جوړه شوې خو دوی د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته دنده سپارلې تر څو له يادې تاريخې خونې ژر تر ژره ليدنه وکړي.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار پژواک اژانس ته وويل چې دوی هم له يادې موضوع په رسمي ډول خبر شوي او ډېر ژر به يو پلاوى سيمې ته واستوي.
نوموړی وېره ښکاره کړه چې ياده سيمه امنيتي ستونزې لري او ممکن دغه تاريخي خونه د ځينو کسانو له لوري ونړول شي.
خو د جلرېز ولسوال نقيب الله حيدري پژواک ته وويل، په ياده سيمه کې يې امنيتي ځواکونو ته دنده سپارلې چې د خونې ساتنه وکړي.
نوموړي زياته کړه چې د سيمې له خلکو سره يې هم خبرې کړي چې د دې تاريخي خونې په ساتنه کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د جلرېز ولسوالۍ اوسېدونکی مسيح الله بيا حکومت د تاريخي اثارو په ساتنه کې ناکام بولي.
نوموړی پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې زيات تاريخي اثار وو، خو له منځه تللي او که له يادې خونې هم په ښه توګه ساتنه ونه شي، نودغه اثار به هم له منځه ولاړ شي.










