ايبک (پژواک ١١ لړم ٩٣): د سمنګانو مرکز ايبک ښار د ښاروالۍ ودانۍ، چې د ٨،٤ ميليون افغانيو په لګښت جوړه شوې، نن ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.
د ايبک ښاروال نوراحمد سامع د يادې ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې د يادو ٨ خونو، يوه سالون او نورو اسانتياو درلودونکې ودانۍ د جوړولو مالي لګښت د ښاروالۍ د پراختيايي بوديجې له لوري ورکړل شوى دى.
هغه وويل، چې د دغې ودانۍ په جوړولو سره به د ښاروالۍ د خونو د کمښت ستونزه حل شي.
له هغه وروسته د ولايت مقام سرپرست خيرالله انوش د دغې ودانۍ د پرانيستې پر مهال د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، چې په دې وروستيو ورځو کې د ښار جوړونې او مستوفيت ودانۍ هم ګټې اخيستو ته سپارل شوې دي.










