کابل (پژواک ١١ لړم ٩٣): عاشورا يوه له درده ډکه ورځ ده، د نړۍ په ټولو مسلمانانو پورې تړاو لري، چې د درود، د قرانکريم د تلاوت، روزې نيولو او په دوعا سره د محرم د لسمې شهيدانو پاک روح ته په کې دوعا کېږي.
د حضرت محمد (ص) لمسى امام حسين له خپلو ٧٢ ملګرو سره يو ځاى د عراق د کربلا په دښته کې د ٦١ هجري قمري کال د محرم الحرام مياشتې په لسمه نېټه د يزيد له لوري په شهادت ورسېد.
د محرم لسمه او عاشورا د مسلمانانو له مذهبي ورځو شمېرل کېږي، چې هر کال د نړۍ په اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.
سبا دوشنبه ( د لړم ١٢ مه نېټه) د محرم الحرام له ورځې سره سمون خوري او په هېواد کې عمومي رخصتي ده.
لکه څرنګه چې ليدل کېږي، سږ کال يو ځل بيا په کابل او ولايتونو کې د محرم الحرام مياشتې له پيل څخه ښځې او سړي د ماتم او عزادارۍ لپاره تکيه خانو ته ځي او د امام حسين او د خاتم النبين د لمسي د قربانيو او پاڅون د يادولو په موخه ذکر کوي.
د تکيه خانو امامان په دغو مراسمو کې د امام حسين او د هغه د ملګرو د پاڅون او قيام او د مسلمانانو تر منځ د يووالي د ټينګښت، د هغه د قيام او شهادت فلسفه خلکو ته بيانوي.
په ځينو مراسمو کې ماتم کوونکي په چړو او په ځينو نورو ټپي کوونکو وسيلو سره ځانونه وهي.
خو ديني عالمان، ځانونه په ځنځيرونو او نورو وسيلو وهل او خپل ځان ته زيان اړول يو ناروا کار بولي.
د مشرانو جرګى غړى او د اهل تشيع يو عالم خالقداد بلاغي وايي، چې د ماتم څرګندول ځان په چړو وهل او ځانته زيان رسول نه دي، بلکې د عزادارۍ ورځې بايد له اسلامي شريعت سره په سمه توګه تر سره شي.
نوموړي، ځان ته زيان رسول يو ناوړه رواج وباله او په دې اړه يې پژواک خبري اژانس ته وويل: ” ځان په جړو وهل، په ځنځيرونو وهل او ځانته زيان اړول د دې ترڅنګ چې له اسلامي شريعت سره سمون نه خوري، بلکې د اسلام دين يو خلاف عمل دى.”
دغه ديني عالم وايي، کوم کسان چې په دې ډول کارونو سره دغه ورځ لمانځي، نو لويه تېروتنه کوي او په دې ډول کارونو سره نه يواځې ثواب نه شي تر لاسه کولى، بلکې دغه کار يې يو ډول ګناه ده.
هغه وايي، چې په اسلام کې د عاشورا د ورځې لمانځنه په حقيقت کې د پيغمبر له لمسي لمانځنه ده او بايد په دغه ورځ کې د وينو د تويولو او خپل نفس ته د زيان اړولو پر ځاى خلک جوماتونو ته لاړ شي او د قرانکريم تلاوت ته غوږ ونيسي.
ايت الله العظمي محقق کابلي په چړو او ځنځيرونو سره ځان وهل حرام بولي او وايي: ” په محرم مياشت کې دا ډول عمل کول، نړيوالو ته يوه بدرنګه، وحشي او بشپړه افراطي او د انسان او د عقلانيت له دايرې څخه لرې څېره ښيي، چې دښمن هم بيا ترې ناوړه ګټه پورته کوي.”
هغه زياتوي چې دغه عمل نفس ته يو ډول زيان رسول هم دي، چې نفس ته زيان اړول مطلق حرام عمل دى.
همدارنګه د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت د خپرونو مشر حبيب الرحمن صالحي وايي، چې د عاشورا ورځ ( د محرم لسمه) يواځې په يوه قوم، دين او يا قبيلې پورې نه دى اړونده.
د اهل تسنن دغه عالم پژواک ته وويل، چې عاشورا په حقيقت کې يوه له درده ډکه ورځ ده، چې د نړۍ په ټولو مسلمانانو پورې اړونده ده.
هغه زياتوي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خپرونو رياست بيا بيا له رسنيو او خلکو غوښتي چې د يادې ورځې په لمانځلو کې بايد ځان ته له جسمي زيان اړولو ډډه وکړي.
هغه وايي: ” د عاشورا په ورځې کې د وينې تويول په خپله يو ناوړه عمل دى، موږ دا کار غندو او له خلکو غواړو چې د وينو تويولو پر ځاى خپله وينه اړو کسانو ته ورکړي.”
صالحي وړانديز وکړ، چې په دغې ورځ کې درود، د قرانکريم تلاوت، دعا او روژه ونيول شي او په دې سره د محرم د لسمې د شهيدانو پاکو روحونو ته دعا وکړي.
يو بل ديني عالم محمدحسن حقيار وايي، چې عاشورا په يوه مذهب، يوه قوم، يوې قبيلې او يوه واحد ملت پورې نه اړونديږي، بلکې دغه ورځ د نړۍ په ټولو مسلمانانو پورې اړونده ده.
هغه زياته کړه، چې د عاشورا د ورځې په پېښه کې حضرت محمد (ص) لمسيان شهيدان شوي او د نړۍ ټول مسلمانان يې اغېزمن کړي دي.
دغه عالم د دې خبرې په څرګندولو سره چې په چړو سره د وينو تويول ناروا دي، له مسلمانانو وغوښتل چې خپله وينه د دې کار پر ځاى ناروغانو ته ورکړي.
پېژندل شويو مذهبي روحانيونو او حکومت همېشه له خلکو غوښتي، چې په چړو سره د وينې تويولو پر ځاى، خپله وينه ناروغانو ته ورکړي.










