کابل، تالقان ( پژواک، ١٤ لړم ٩٣ ) : د تخار يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د نوي کابلبانک اداره او کارکوونکي په ناکارۍ تورنوي او زياتوي چې ددوى کارونه ژر نه تصفيه کوي.
د نوي کابلبانک دفتر چې د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې د جامع جومات په کوڅه کې دی، هره ورځ په سلګونو کسان ولاړ وي او دننه د ننوتلو انتظار باسي.
په دغو کسانو کې له دولتي ادارو کارکونکو سربېره، د امنيتي ځواکونو سرتېري او عادي وګړي شامل وي.
دوی وايي ، هغه کسان چې په بانک کې دننه څوک پېژني ډير ژر يې کار خلاصيږي او هغه کسان چې واسطې نه لري ، ورځې ورځې ددغه بانک د دروازې مخې ته انتظار کوي.
د دغه ولايت يو تن اوسېدونکی سراج الدين چې په اروزګان ولايت کې دنده تر سره کوي وايي ، چې له درېيو ورځو راهيسې بانک ته د تنخوا اخيستلو په موخه راځي، خو نوبت نه ورځي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، هغه کسان چې په بانک کې دننه څوک پېژني بانک ته ورتلای شي او هغه کسان چې څوک نه پېژني او له لرې ولسواليو څخه راغلي ، هره ورځ انتظار باسي.
دى وايي : ((موږ د بانک رييس ګرم بولو، ځکه دوه دروازې يې خلاصې پرېښي، هغه کسان چې واسطې لرې له هغې بلې دروازې ورځي کار يې خلاصېږي او هغه کسان چې واسطې نه لري يا پېسو ته اړتيا لري يا هم پيسې بل چېرته حواله کوي، نه شي کولی چې بانک ته دننه شي.))
په تالقانو کې د يوه نادولتي بنسټ کارکارنکی شاه ولي چې د تنخوا د اخيستلو لپاره نوي کابلبانک ته راغلی، له نوي حکومت څخه غوښتنه کوي چې ددغې نمايندګۍ ساحه پراخه کړي.
هغه وايي په بانک کې د غرفو د کموالي له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
ده زياته کړه ((غرفې لږ دي، خلک ډېر دي، بانک باندې بيرو بار زيات دی، موږ سهار راغلي يو دادى له غرمې هم تېر شو، خو تر اوسه نوبت نه دی را رسېدلی.))
شاه ولی وايي ، ډېری کسان له ولسواليو څخه راغلي، چې پيسې واخلي او بېرته لاړ شي خو د ډېرې ګڼه ګوڼې له امله په بانک کې د ننوتلو اجازه نه تر لاسه کوي، ورځې ورځې په تالقانو کې د مسافرت شپې ورځې سبا کوي.
دوی وايي ، که دغې ستونزې ته د حل لاره و نه لټول شي، کېدای شي دغو خلکو ته سرخوږی رامنځته کړي.
په تخار ولايت کې د پژواک خبريال زلمى عزيز هغه مهال د کابل بانک دساتونکو له ناوړه چلند سره مخ شو، کله چې نوموړي د خلکو شکايتونه ثبتول.
عزيز وايي : ((امنيتي کسانو را سره ناوړه چلند وکړ ، له خلکو سره يې له مرکې کولو منع کړم. هغوی ونيولم او د کابلبانک رييس ته يې بوتلم.))
هغه زياتوي، د کابلبانک ددې څانګې رييس مهدي دده دغه کار ناقانونه عمل وباله خو په شفاهي ډول يې ورته وويل چې دوى له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او نه شي کولى چې دا ستونزې هوارې کړي.
مهدي وويل : ((له مرکزي دفتر څخه راته د مرکې اجازه نشته؛ خو څو ځله مې د کابلبانک له مرکزي دفتر سره دغه ستونزه شريکه کړې، خو چامې خبرو ته اهميت نه دی ورکړی .))
د هغه په وينا، ددې څانګې نيمايي کارمندان له دندو ګوښه شوي هم دي.
د کابلبانک رييس وويل چې د دوی ډېری مشترکين دولتي کارکوونکي او امنيتي کسان دي چې د تنخوا په وخت کې يې ګڼه ګوڼه ډېريږي.
نوموړى هم د غرفو ډېرول ددغې ستونزې د هواري يواځينۍ لار بولي.
د يادونې ده چې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دکابلبانک له خدماتو څخه شکايتونه شوي دي.
په تخار کې د نوي کابلبانک د نماينده ګۍ په اړه دغه شکايتونه په داسې مهال کې کېږي چې د کابلبانک دوسيه لاهم نه ده هواره شوې؛ خو ددغو دوسيو د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوې ده.