منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د عاشورا ورځو کې نږدې دوه ميليون سي سي وينه را ټوله شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

 کابل(پژواک، ١٥ لړم ٩٣): د هېواد په مرکز او ولايتونو کې دعاشورا ورځو پرمهال د وينې ټولولو کمپاين کې شاوخوا دوه ميليون سي سي وينه را غونډه شوې ده.

دغه کمپاين د لړم مياشتې په ٤مه د هېواد په مرکز او ولايتنو کې پيل او د لړم مياشتې تر وروستۍ نېټې به دوام ولري.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر کنشکا ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې را ټوله شوې وينه د وينې په بانکونو کې ساتل کېږي او د وينې اړمنو لکه ټپيانو، سرطاني ناروغانو، د تلاسيميا ناروغانو او ميندو ته  د زيږون پرمهال وېشل کېږي.

 د عاشورا په ورځو کې د وينې را ټولو کمپاين له تېرو شپږو کلونو راهيسې په هېواد کې ترسره کېږي.

ترکستاني وويل چې د هر کال په تېرېدو سره د وينې د ورکوونکو شمېره زياتېږي.

د هغه په خبره، د ١٣٩١ لمريز کال د عاشورا په ورځو کې يو نيم ميليون سي سي وينه، تېر کال يو عشاريه شپږ ميليون سي سي وينه او سږ کال تر پرون ورځې پورې شاوخوا دوه ميليون سي سي وينه راټوله شوې ده.

کنشکا وويل چې سالم افراد وينه ډالۍ کوي او ډېر کم د زړه پر ناروغيو اخته کېږي او د وينې ورکړه د وينې ورکوونکو په وجود کې د تازه والي او د غوره اکسېجن رسېدلو سبب ګرځي.

دده په خبره، هغه کسان چې له جسمي او روحي اړخه سالم وي، عمر يې د ١٨ او ٦٥ کلونو ترمنځ وي، وزن يې له ٥٠ کيلوګرامه لوړ وي او د وينې له کمښت سره نه مخ وي، کولى شي چې وينه ورکړي.

دهغه په خبره، د سالم انسان بدن په کم وخت کې د وينې د بېرته اخيستلو توان لري او هر نارينه چې سالم بدن ولري، کولى شي په هرو درېيو مياشتو او هره د روغې سټې لرونکې مېرمن په څلور مياشتو کې وينه ورکولى شي.