کابل (پژواک ١٨ لړم ٩٣): د عبدالرحمن پژواک “د يوه افغان کډوال د خاطرو (ياداښتونو) د فصل لنډيز” اثر چې تر ډېره بريده په کې د جهاد کلونه او ملي مبارزه تر بحث لاندې نيول شوې، له چاپه راووت.
دغه کتاب ٢٩٤ مخونه لري، چې په بېلابېلو عنوانونو کې د پژواک شعرونه او مقالې په کې رانغاړل شوې، چې ډېرى شعرونه يې ټولنيز، عاشقانه او د سياسي مسايلو بڼه لري.
د عبدالرحمن پژواک لمسي او د پژواک بنسټ مشر فرهاد پژواک په هغې ناسته کې، چې نن “د يوه افغان کډوال د خاطرو (ياداښتونو) د فصل لنډيز” په کابل کې تر سره شوه، وويل چې دغه اثر د کليد ګروپ په مرسته چاپ شوى، چې د يو شمېر ليکوالانو له لوري ترتيب او منظم شوى دى.
د هغه په وينا، تر اوسه پورې د استاد پژواک پنځوس سلنه اثرونه بې چاپه پاتې دي او دا د هغه له مړينې وروسته پنځم اثر دى، چې چاپ ته وړاندې کېږي.
هغه زياته کړه، چې دغه کتاب د کليد ګروپ په همکارۍ د دوو کلونو په ترڅ کې په خپله د فرهاد پژواک، استاد حبيب الله رفيع، عبدالغفور لېوال او عبدالحميد مبارز په مرسته چمتو شوى دى.
هغه له ځوانانو او د حکومت له مشرتابه وغوښتل، څو د پژواک فکرونو ته غوږ شي او له دغه کتاب څخه په ګټې، هغه څه چې د افغانانو تر منځ د نفاق لامل شوي، له هغه څخه مخنيوى وکړي.
عبدالرحمن پژواک، افغان شاعر، ليکوال، ژورناليست او ډيپلوماټ و، چې په ١٩١٩ لمريز کال د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې او په ١٩٩٥لمريز کال په پېښور کې وفات شو.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشرې فاطمې ګيلاني، چې په دغې ناسته کې يې ګډون درلود، عبدالرحمن پژواک د هېواد په تاريخ کې يو بې سارى سياسي، هنري او فرهنګي شخص وباله او زياته يې کړه: “استاد پژواک د هغو کسانو له ډلې دى، چې زما په شخصيت جوړونې کې يې اغېزمن رول درلود.”
هغې زياته کړه، چې په دغه کتاب کې د وروستو درېيو لسيزو پېښو او د کډوالۍ پر مهال يې د افغانانو خاطرو او يادښتونو ته اشاره کړې ده.
د مېرمن ګيلاني په وينا، بايد د پژواک فکر ته غوږ شو، د هغه شخصيت نوي نسل ته ور وپېژنو او د هغه له نصيحتونو بايد پند او عبرت واخيستل شي.
هغه زياته کړه، چې دغه کتاب به د ملي يووالي لامل وګرځي.
د ملي يووالي د حکومت اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم چې په دغو مراسمو کې ګډون درلود، وويل چې هغه د صداقت، وطن دوستۍ، باور او په خپل نفس باندې باور د استاد پژواک په شعرونو او اثرونو کې موندلى دى.
هغه زياته کړه، چې عبدالرحمن پژواک د هېواد يو ملي شخصيت دى او ټول افغانان پرې وياړي.










