کابل(پژواک، ١٨ لړم ٩٣): يو شمېر کابل ښاريان د برېښنا له پرچاويو شکايت کوي او وايي چې د برېښنا بشپړ بندېدل له دې ډول پرچايو غوره دي، ځکه چې له څو ورځو راهيسې د اړتيا پرمهال د دوى په کورونو برېښنا بندېږي.
له دوى نه يو شمېر يې همدارنګه د برېښنا په وېش کې له بې عدالتۍ شکايت کوي چې په تېر کې به په ژمي کې د برېښنا پرچاوۍ نه وې، خو سږ کال لا هم شاوخوا يوه نيمه مياشت ژمي ته پاتې ده، خو پرچاوۍ پيل شوې او د تېر ژمي په پرتله د برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوې دي.
د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د ښار په ځينو سيمو کې د برېښنا پرچاوۍ زياتې شوي او په ځينو سيمو کې کمې شوې دي، خو په ځينو ساحو کې لا هم پرچاوۍ شته دي.
اوږدمهاله پرچاوۍ
د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ د باغ اختر سيمې اوسېدونکي احمد فريد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شاوخوا لسو ورځو راهيسې هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته او د ماښام له شاوخوا پنځو د شپې تر ٩ بجو ددې سيمې برېښنا پرې کېږي.
هغه وويل چې تېره شپه او پرون ورځ د ٢٤ ساعتونو لپاره د سيمې برېښنا تللې وه.
د نوموړي په خبره، د برېښنا شرکت چارواکو په بيا بيا ويلي چې د کابل د برېښنا ستونزه به ډېر ژر حل کړي، خو د څو کلونو په تېرېدو، افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د مرستو په را تګ او له ترکمنستان او تاجکستان څخه د برېښنا له را واردولو سره سربېره هم دغه ستونزه نه ده حل شوې، بلکې د نورو کلونو په پرتله زياته شوې ده.
احمدفريد وويل:((زما په نظر دا چې د شپې له استراحت يعنې ٩ بحو وړاندې او د ورځې له خوا د څو ساعتونو لپاره برېښنا نه لرو، نو غوره ده چې له يوې مخې دې قطع شي، څو خلک د خپلو کورونو د روښانولو او نورو اړتياوو لپاره اړين تدابير ونيسي.))
هغه همدارنګه زياته کړه چې د برېښنا په پرچاويو کې عدالت په پام کې نه نيول کېږي، ځکه چې د ښار په ځينو سيمو کې پرچاوۍ ډېرې دي.
فريد وويل:((فکر کوم چې دغه ستونزه په هغو سيمو کې ډېره کمه ده چې د زور او ځواک خاوندان په کې ژوندک وي او دا په داسې حال کې ده چې د رسنيو د راپورونو له مخې ځينو زور واکو د برېښنا په ميليونونو افغانۍ صرفيه نه ده تحويل کړې.))
د هغه په باور، اړتيا ده چې په برېښنا شرکت او اوبو او برېښنا وزارت کې بنسټيز بدلونونه راشي، څو د کابل ښاريانو د برېښنا ستونزه حل شي، د برېښنا په وېش کې عدالت رامنځته شي او دهغو کسانو نومونه ډاګه شي چې د برېښنا ميليونونه صرفيه يې نه ده تحويل کړې.
د چهلستون د نجونو لېسې د ساحې اوسېدونکي سيدجلال وويل چې ددغې سيمې خلک په ورځ کې شاوخوا شپږ ساعته او د شپې هم شاوخوا شپږ ساعته برېښنا نه لري.
هغه زياته کړه:(( کله چې د شپې ويده شو برېښنا راځي او سهار چې پاڅېږو بېرته ځي، زموږ په درد نه خوري، غوره به وي چې له يوې مخې بنده شي.))
د دشت برچي د پل خشک سيمې اوسېدونکي احسان الله هم د برېښنا له پرله پسې پرې کېدو شکايت وکړ چې ددغې سيمې برېښنا يوه ورځ وروسته پرچاو وي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه زياته کړه چې په اکثره ورځو کې که چېرته سهار برېښنا ځي، تر نيمو شپو نه راځي او که چېرته د شپې لاړه شي، تر بل سبا پورې نه راځي او په ټوله سيمه کې تياره وي.
د ځينو نورو سيمو لکه ده افغانان، دهمزنګ، کلا زمان خان او نورو برخو اوسېدونکو له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د برېښنا له زياتو او اوږدمهاله پرچاويو شکايت کوي.
د پرچاويو کمښت
د قلعه فتح الله د پايکوب نصوار سيمې اوسېدونکي احمدالله وويل:((د ورځې په اوږدو کې زموږ برېښنا هڅې نه پرې کېږي، خو د شپې په اوږدو کې که چېرته د نيم ساعت لپاره پرې شي، له دې پرته زموږ برېښنا ستونزه نه لري.))
د تايمني د اتم سړک اوسېدونکي عبدالحکيم وويل چې هره ورځ د دوو ساعتونو لپاره د دوى برېښنا بندېږي، خو د شپې له خوا ډېره کمه ځي.
هغه زيات کړه:(( زموږ برېښنا د ښار د نورو سيمو په پرتله ښه ده.))
د کابل د نوي ښار، وزيرمحمد اکبرخان او شيرپور اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمو کې يې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د برېښنا پرچاوۍ پيل شوي، خو ډېرې نه دي.
د دوى په خبره، د دوى برېښنا په ٢٤ ساعتونو کې دوه ساعته پرې کېږي.
٢٤ ساعته برېښنا
د کابل ښار په کلوله پشته سيمه کې د ښاروالۍ بلاکونو اوسېدونکي احمدضياء وويل:(( زموږ برېښنا ٢٤ ساعته ده، کله چې پرچاو شي، هغه هم د څو دقيقو يا نيم ساعت لپاره وي، له دې پرته هر وخت وي.))
د خيرخانې مينې د لومړۍ حصې يوه اوسېدونکي چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله وويل چې دغه سيمه ٢٤ساعته برېښنا لري.
د خيرخانې کوتل طلايي ښارګوټي اوسېدونکي احمد نوري هم وويل چې اصلا د دوى په سيمه کې هېڅ پرچاوي نشته .
د دشت برچي د ټيلګراف اوسېدونکې غزال هم وويل چې د برېښنا هېڅ ستونزه نه لري، حتى تر دې کچې ښه ده چې په اونۍ کې د نيم ساعت لپاره هم نه پرچاوېږي.
د پرچاوۍ پخلى خو د برېښنا د غير عادلانه وېش رد
د برېښنا رياست وياند وحيد توحيدي په کابل ښار کې د برېښنا غير عادلانه وېش ردوي او وايي چې پرچاوۍ د ښار په ټولو سيمو کې په يوه ډول او نوبتي توګه شته دي، خو د برېښنا شرکت د برېښنا غير عادلانه وېش څېړي چې که داستونزه وي، نو د حل لپاره به يې اقدام وکړي.
نوموړي زياته کړه چې د وروستيو پرچايو عمده لامل د کابل ښار په حوت خېلو سيمه کې د يوه ستر ترانسفارمر سوځېدل دي.
دهغه په خبره، دغه ترانسفارمر د کابل ښاريانو له خوا د برېښنا د زياتې کارونې په سبب د لړم په ١١مه سوځېدلى، خو ټاکل شوې چې په راتلونکو لسو ورځو کې نوى ترانسفارمر لګول کېږي او پرچاوۍ به کمې شي.
د يخنۍ په موسم کې له برېښنا څخه د خلکو زيات کار اخيستل، د کورنۍ برېښنا د توليد د کچې ښکته کېدل او د کابل ښار په ځينو سيمو کې د برېښنا د زړو لينونو ترميم د کابل ښار د برېښنا د پرچاوۍ له نورو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د توحيدي په خبره، د پسرلي په موسم کې د نغلو، ماهيپر او د سروبي د برېښنا د توليد فابريکو ظرفيت ١٨٠ ميګاواټه وي، خو د اوړي په موسم کې د اوبو د کچې د ټيټ والي په سبب دغه اندازه ١٤٠ ميګاواټه ته ښکته کېږي.
د هغه په خبره، اوسمهال د تاجکستان او ازبکستان له ٧٥٠ ميګاواټه وارداتي برېښنا څخه کابل کې ٣٠٠مېګاواټه برېښنا لګېږي، خو بسنه ځکه نه کوي چې کابل ٧٥٠ مېګا واټه برېښنا ته اړتيا لري.
خو توحيدي څرګنده کړه چې د برېښنا شرکت ددغې ستونزې د لرې کولو لپاره د يوه بل لين د غځولو کار پيل کړى چې د ١٠٠٠ ميګاواټه برېښنا د لېږد وړتيا لري او کار به يې په شاوخوا دوو کلونو کې بشپړ شي.
د هغه په خبره، د برېښنا رياست په پام کې لري چې را روان ژمي کې داسې ډېزلي جنراتور هم فعال کړي چې د څه باندې ٤٠ ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت به ولري چې فعالېدل به يې د برېښنا پرچاوي کمه کړي.
خو هغه يو ځل بيا له خلکو غوښتنه وکړه چې د برېښنا د پرچاويو د کمښت لپاره بايد د برېښنايي توکو لکه بايلر، بخارۍ او نورو څخه هم مهاله کار وانخلي، په ځانګړي ډول د ماښام له ٦ د شپې تر لسو بجو او همدارنګه د سهار له شپږو تر اتو بجو ددې توکو له کارولو ډډه وکړي.
توحيدي تاييد کړه چې په کابل کې د برېښنا ٣٥ زره پېرونکو د برېښنا په زرګونه افغانۍ صرفيه نه ده تحويل کړې او ددې کسانو ډېرى برخه زورواکي دي.
هغه وويل چې د ځينو معذرتونو په سبب ددې کسانو نومونه نه شي په ډاګه کولى.
خو نوموړي زياته کړه ، دغو کسانو ژمنه کړې چې د برېښنا صرفيه ورکوي او له يوې مياشتې کمې مودې راهيسې يې يوه برخه ورکړې ده.










