خوست (پژواک ٢٤ لړم ٩٣): د خوست-غلام خان بندر سړک د جوړېدو ډېر کارونه بشپړ شوي او ټاکل شوې د پخېدو چارې يې په راتلونکو څو مياشتو کې ته پاى ورسېږي.
د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامورشاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سړک له ۳۲ کيلومترو څخه د ۲۵ کيلومتره د جوړېدو چارې اته مياشتې مخکې پيل شوې دي.
مامورشاه وويل: ((دغه سړک نهه متره سور لري، د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره (USAID) پرې لس نيم ميليونه ډالر لګوي او د ۱۷ مياشتو په موده کې د جوړېدو لپاره يوه افغاني ساختماني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی دی.))
نوموړي زياته کړه، دغه سړک ۶۵ لوی او واړه پُلګوټي او اته سوه متره استنادي دېوالونه لري، چې د تېرو اتو مياشتو په موده کې يې ۶۵ سلنه کارونه بشپړ شوي او اوس يې د قيرولو کار روان دی.
مامورشاه وايي، تر اوسه د ياد سړک د جوړېدو چارې په ښه کيفيت او چټکۍ روانې دي او هيله ده چې په راتلونکو څو مياشتو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي تېره ورځ ناوخته له يو شمېر ولايتي چارواکو سره په ګډه د خوست-غلام خان سړک له کارونو ليدنه وکړه.
نعيمي وويل، دغه سړک د هېواد د ځينو نورو ترانزيټي سړکونو په څېر مهم دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، ياد سړک د اقتصاد، امنيت، سياسي اړيکو او دغه راز د ټولنيزو ارزښتونو له پلوه د دواړو هېوادونو لپاره خورا مهم دی او کوښښ کوي چې د معيارونو پر بنسټ جوړ سړک ولري.
والي نعيمي زياته کړه: ((د غلام خان بندر د هېواد د نورو بندرونو په پرتله د پاکستان هېواد ستر سوداګريز ښار کراچۍ ته ٣٨٠ کيلومتره نږدې دی، رسمي ترانزيټ کېدل يې د منځنۍ اسيا لپاره خورا زيات اقتصادي اهميت لري.))
د خوست يوه اوسېدونکي عبدالغفار پژواک اژانس ته وويل چې د ياد سړک د بيا ويجاړېدو د مخنيوي لپاره د سړک جوړولو له کارونو کلکه څارنه او له پرې حده زيات د درنو مالونو د انتقال مخنيوی وکړي.
د ګربزو ولسوالۍ قومي مشر حاجي ګل احمد پژواک ته وويل، د ياد سړک په جوړېدو سره دوی ته پوره ګټه رسېږي؛ ځکه د سيمې ډېر بې روزګاره ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې خپلو ځوانانو ته د دې کاري زمينې او د هېواد د پرمختګ په موخه له امنيتي ځواکونو سره د دغه جوړېدونکي سړک د امنيت په برخه کې مرسته کوي.
د خوست- غلام خان سړک څو کاله مخکې د امريکا ولايتي بيارغونې ډلې يا PRT جوړ کړی و، خو د خراب کيفيت او له اندازې ډېر د بار موټرو د تګ راتګ له امله وران شوى و.
چارواکي وايي، د دې لپاره چې د دغه سړک ساتنه وشي د غلام خان بندر په نوو ګمرکي جوړېدونکو تاسيساتو کې چې ۹۰ سلنه کارونه يې بشپړ شوي، له اندازې د ډېر بار د کنټرول لپاره تله نصب شوې.