کابل (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٣): ديني علما او سياسي شنونکي په کابل کې د سعودي عربستان له لوري د اسلامي مرکز جوړول يو نيک ګام او په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې د سعودي عربستان رول اغېزناک بولي، خو وايي چې دغه هېواد بايد په ياده برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د ملک عبدالله په نوم دغه اسلامي مرکز، د کابل ښار په مرنجان تپه کې د ١١٩ زره مترو په ساحه کې، د راتلونکو درېيو کلونو په ترڅ کې رغول کېږي، چې د يوه لوى پوهنتون، د پنځه زره کسانو د ځايښت لپاره ليليه، روغتيايي مرکز، د لوبو لپاره ځاى، د پنځلس زره کسانو د ځايښت لپاره يو جومات او د غونډو لپاره د يوه لوى سالون برخې ولري.
د عربستان دولت ويلي، د دغه مرکز د رغولو لګښتونه او فعاليت لپاره چې ټاکل شوې اسلامي علوم او عربي ژبه په کې تدريس شي، يو لاسليک شوى سپين چک ورکړى، خو د دغه مرکز د جوړولو لګښت له ٤٥ ميليون څخه تر ١٠٠ ميليون ډالرو پورې ارزول شوى دى.
د دواړو هېوادونو چارواکو ويلي، چې د دغه مرکز له جوړولو يې موخه د “معتدل اسلام” تدريس دى.
کابل کې د عربستان سفير عبدالرحمن الغاصب پرون ورځ د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو له وزير د ياد مرکز د قرارداد د لاسليک په مراسمو کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل: ” سعودي عربستان همېشه له تروريزم او ترهګرۍ سره سخته مبارزه کړې او په دغه مرکز کې به هم هغه کس وروزل شي، چې د ترهګرۍ مخالف وي.”
هغه وايي: ” په افغانستان کې د سولې ټينګښت زموږ غښتلى دريځ دى. سعودي عربستان له افغانستان او پاکستان سره نږدې اړيکې لري او موږ هڅه کوو، څو په افغانستان کې د امنيت ټينګولو زمينه برابره کړي.”
دا په داسې حال کې ده، پر دې سربېره چې په هېواد کې سلګونه ديني مدرسې موجودې دي، خو بيا هر کال سلګونه افغانان پاکستان ته د دينې زده کړو لپاره سفر کوي او ويل کېږي، چې ډېرى طالبان د پاکستان په ديني مدرسو کې زده کړې کوي او له هغه وروسته بيا افغانستان ته راګرځي.
ديني عالمان وايي، چې د دا ډول اسلامي مرکز جوړول يو نيک ګام دى.
يوه ديني عالم مفتي شمس الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه مرکز جوړول به تر ډېره بريده پورې د اسلامي زده کړو د تر لاسه کولو په موخه له بهر څخه د افغانانو له تلو مخنيوى وکړي.
هغه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې د سعودي عربستان رول مهم وباله او زياته يې کړه: ” له بده مرغه چې سعودي عربستان په دې برخه کې تر اوسه پورې کوم ګام نه دى پورته کړى، په داسې حال کې چې د يوه اسلامي هېواد په توګه چې کعبه هم په کې موجوده ده، په افغانستان کې د جګړې پر دواړو لوريو او د افغانستان په ګاونډيو بايد فشار راوړي او د سولې د ټينګښت په برخه کې ښه رول ولوبوي.”
فروتن هيله څرګنده کړه، چې دا ځل سعودي عربستان په حقيقت سره په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
يوه بل ديني عالم محمدحسن حقيار وويل، د داسې يوه لوى مرکز جوړول چې په يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې هم د سعودي عربستان له لوري جوړ شوي، پاکستان ته د ديني زده کړو د تر لاسه کولو په برخه کې د يو شمېر افغانانو له ورتګ مخنيوى کولى شي.
حقيار په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د سعودي عربستان رول مهم وباله او زياته يې کړه: ” هر کله که سعودي عربستان په دې برخه کې عملي ګام پورته کړي نو په افغانستان کې به سوله او ثبات ټينګ شي.”
خو د سياسي چارو يوکارپوه عبدالحميد مبارز وايي، په تېرو کې سعودي عربستان که څه هم له افغانستان سره مالي مرستې کړي، خو په افغانستان کې يې د سولې د ټينګښت په برخه کې کوم ګام نه دى پورته کړى.
نوموړي هم د دا ډول لوى اسلامي مرکز له جوړولو د هرکلي ترڅنګ وويل: ” که چېرې په رښتيا سره سعودي عربستان د يوه اسلامي او د پاکستان د دوست هېواد په توګه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې عملي ګام پورته کړي نو ډېره اغېزمنه پايله به ولري.
د افغانستان د سولې عالي شورا د نړيوالو اړيکو سلاکار محمد اسماعيل قاسميار هم په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې د عربستان رول مثبت وباله او ويې ويل، چې سعودي پر پاکستان ډېر نفوذ لري او په هېواد کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولى شي.
قاسميار وويل، د افغانستان دولت هم دا غواړي چې عربستان په افغانستان کې د سولې په راوستو کې عمده رول ولوبوي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه: ” ژمنې په درد نه خوړل کېږي که موږ په عملي ډګر کې د سعودي عربستان ښه ګامونه ونه وينو نو ډېره سخته ده، چې باور پرې وکړو که هر کله يې دغه ژمنې عملي شوې نو بيا هغه مهال به مثبتې پايلې ولري.”
د سولې عالي شورا د دغه غړي په وينا، سعودي عربستان د پاکستان له لارې پر وسله والو طالبانو باندې چې د پاکستان له خوا يې ملاتړ کېږي، فشار وارد کړي او هغوى د خبرو مېز ته راکش کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني د روان کال د لړم مياشتې په لومړيو کې د سولې عالي شورا د غړو په ګډون د يوه لوړپوړي دولتي چارواکي د پلاوي په مشرۍ د عمرې د ادا کولو او د سعودي عربستان له چارواکو سره د ليدو په موخه ياد هېواد ته سفر وکړ او د سفر په ترڅ کې يې د دغه هېواد له چارواکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت وياند محمد کبير حقمل هم په کابل کې د اسلامي مرکز جوړول يو مهم ګام وباله.
د هغه په وينا، اوسمهال د هېواد په ١٢٠٠ ديني مدرسو کې ٤٥٠ زره کسان پر اسلامي زده کړو بوخت دي.










