Language

احمد ابا ولسوالۍ کې جامع جومات جوړ شو

ګردېز ( پژواک، ١٣ لېندۍ ٩٣ ) : د پکتيا ولايت په احمد ابا ولسوالۍ کې يو جامع جومات جوړ او په ګردېز کې  ٨ کيلومتره سړک  بيا و رغول  شو .

 د يادو پروژو په پرانيسته کې والي جمعه خان همدرد ، د ولايتي شورا غړو اوقومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د پکتيا ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ډاکټر حفيظ الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد  جومات  د احمد ابا ولسوالۍ د رود په نامه سيمه کې جوړ شوی دی .

نوموړی وايي ، پر دې  جومات  ۱۷ ميليونه او اوه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى ،چې له  نشه يي توکو سره د مبارزې د رياست له خوا ورکړل شوى دى .

نوموړی وايي ، دغه جومات په څلور جريبه ځمکه کې جوړ شوی ،چې په يو وار شاوخوا يو نيم زر کسان په کې لمونځ ادا کولی شي .

دده په خبره ، ددې جومات چارې د روان کال په لومړيو کې پيل شوې وي او وروسته له شپږو مياشتو پای ته ورسېدې .

د پکتيا والي جمه خان همدرد له پکتياوالو څخه مننه وکړه ،چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت هغه پيسې چې کروند ګرو ته ورکول کيږي  دعامه ځايونو په جوړولو  لګولې دي .

نوموړي له خلکو څخه غوښتنه وکړه ،چې د امنيت او بيا رغونې په برخه کې دې  له حکومت سره مرسته وکړي .

د يو بل خبر له مخې، د پکتيا د فوايد عامې  رييس انجنير عبدالله درانی وايي ،چې له ګردېز ښار تر نيستي کوټ سيمې پورې يې ۸ کيلومتره سرک په اساسي ډول ترميم کړی دی .

نوموړی وايي ، چې ددې ترميم شوي سړک مالي لګښت د اړونده وزارت له خوا ورکړل شوى، خو د لګښت کچه يې په ډاګه نه کړه.

دی وايي ، چې دغه سړک څو کاله دمخه په اساسي ډول جوړ شوی و ، خو ځينې برخې يې بيا ويجاړې شوې وې ،چې اوس په مکمل ډول ورغول شو.