ميمنه(پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٣): د فارياب پوليسو ددې ولايت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د يوه ښوونکي د وژل کېدو خبر ورکړ.
د فارياب امنيه قوماندانۍ وياند سيد مسعود يعقوبي د ليندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته ددې پخلى وکړ چې عبدالمومن د قره شيخي ښوونځي ښوونکى په جومات کې د ماسختن لمانځه د ادا کولو پر مهال د دوو ناپېژانده کسانو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
هغه وويل چې د وژنې انګيزه تر اوسه څرګنده نه ده او عاملين يې نه دي پېژندل شوي، خو د پوليسو څېړنې يې په اړه پيل شوې دي.
د فارياب ولايت د پوهنې رييس احمدالله عرب ددغه ښوونکي وژنه وغندله او له امنيتي او کشفي ارګانونو يې غوښتنه وکړه چې د قضيې عاملين د قانون منګلو ته وسپاري.
عرب وويل چې تر اوسه ددې ولايت د پوهنې هېڅ کوم غړى د وسله والو طالبانو له خوا نه دى وژل شوى او ممکن ددې وژنې انګيزه هم د شخصي دښمنيو په سبب وي.
يوه ځايي استوګن چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله ، پژواک ته وويل چې عبدالمومن د معلمۍ تر څنګ صرافي هم کوله او په ايران کې د فارياب د مېشتو خلکو حوالې يې کورنيو ته رسولې.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د پوهنې يو غړى هم ددې ولايت دالمار ولسوالۍ په اخندبابا سيمه کې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
کوهي










