ګردېز (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٣): د پکتيا د کثيرالرشتوي انسټيټيوټ ځينې فارغان وايي چې د کار او لوړو زده کړو زمينه دې ورته برابره شي.
دوى دا څرګندونې تېره ورځ ناوخته له ياد انسټيټيوټه د فراغت غوندې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د ادارې، ساينس، برق، انجنيرۍ او زراعت په څانګو کې له دغه دولتي انسټيټيوټه په دې دوره کې ٢١٣ تنه فارغ شول.
د انسټيټيوټ د برېښنا څانګې يوه فارغ نوراحمد حيران پژواک اژانس ته وويل، دولت دې په خپله رشته کې ورته کاري زمينه برابره کړي او يا دې لوړې زده کړې پرې وکړي.
دی وايي، چې د دوی لپاره دا زده کړې بسنه نه کوي او نه هم له دې وروسته بل مسلک ويلی شي، نو بايد په همدې برخه کې نورې زده کړې هم وکړي.
د زراعت د څانګې يو بل فارغ لطيف الله پژواک ته وويل چې دوى ته دې پر لوړو زده کړو سربېره په خپله برخه کې د کارکولو زمينه هم برابره شي.
نوموړی وايي، هر کال په لسګونه ځوانان فارغېږي، خو د کاري زمينو د نه برابرېدو له امله يې خپل مسلک له ياده وځي او نورو کارونو ته مخه کوي.
د ياد انسټيټيوټ امر انجنير ظاهرشاه د دغو ځوانانو د نورو زده کړو په اړه وايي، تر اوسه ورته له اړوند وزارت څخه په دې اړه څه نه دي ويل شوي، خو هغه فارغان چې ۸۵ سلنه نومرې ولري نو خامخا پوهنتون ته لاره پيدا کولای شي.
ظاهرشاه د دغو کسانو د کار په اړه وايي چې د پوهنې وزارت مسلکي او تخنيکي معينيت د کار موندلو د برخې يو رياست لري، چې د دغو کسانو د ګومارنې په برخه يې ډاډ ورکړی دی.
دا مهال د پکتيا په کثيرالرشتوي انسټيټيوټ کې ۱۲ سوه زده کوونکي په بېلابېلو څانګو کې پر زده کړو بوخت دي او پر دې سربېره په دغه ولايت کې ورته نور ښوونيز مرکزونه هم شته دي.