ښرنه ( پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٣ ) : چارواکي وايي چې د پکتيکا ولايت په مرکز او يوسف خېلو ولسواليو کې د لسو ښوونځيو لپاره سپورټي لوبغالي جوړ شوي دي.
ددې ولايت د کليو د پراختيا رياست چارواکي وايي چې دغه لوبغالي ددوى د ادارې او سيکا موسسې له خوا په ګډه جوړ شوي دي.
د ياد رياست يو تن انجنير محمد مومن د ليندۍ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لوبغالي دکليو پراختيا او پوهني رياستونو او سېکا موسسې په همغږۍ او موافقې سره دخلکو په غوښتنه جوړ شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د ثبات پروګرام له مخې دا مهال د پکتيکا په مرکز او يوسف خېلو ولسواليو کې د بيا رغونې چارې روانې دي چې په ترڅ کې يې تر دې مهاله ياد لوبغالي جوړ شوي دي.
د مومن په خبره ، چې دغه لوبغالي د ځايي خلکو او د ښوونځيو د ادارو په غوښتنه جوړ شوي ، چې په هر يوه ٩٦٠ زره افغانۍ لګښت راغلی دى.
نوموړي دا هم وويل چې په دې لوبغالو کې د واليبال او فوټبال ميدانونه شامل دي.
د پکتيکا د پوهنې د رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې سپورټ يو رسمي مضمون دى، ځکه نو لوبغالو ته ډېره اړتيا ليدل کېده.
هغه له سيکا موسسې وغوښتل چې د نورو ښوونځيو لپاره هم ورته لوبغالي جوړ کړي.
د الجهاد د لېسې مدير احمد خان ( صابري) هم په جوړو شويو لوبغالو خوښي وښوده او دا يې د زده کونکو لپاره د سپورټ په ډګر کې يوه لويه لاسته راوړنه وبلله.










