هرات (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٣): چارواکي وايي،چې دهرات د ولايتي روغتون دوو ملکي ساتوونکو پر يوې نجلۍ جنسي تېرى کړى او پوليسو دا تېري کوونکي نيولي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د دې ولايت د ملکي روغتون دوه ساتوونکو د روغتون دننه پر يوې نجلۍ جنسي تېرى کړى دى.
هغه وويل: (( قرباني نجلۍ له دې ساتوونکو د روغتون د کومې څانګې پوښتنه کړې، هغوى دا نجلۍ د روغتون دننه يوې خونې ته د ادرس په بهانه بيولې او جنسي تېرى يې پرې کړى دى.))
احمدي وويل، چې دا تېري کوونکي نيول شوي، دوسيه يې بشپړه شوې او څارنوالۍ ته به يې وسپاري.
د هرات د ولايتي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک ته ياده پېښه تاييد، خو يادونه يې وکړه چې دا پېښه په روغتون کې دننه نه ده شوې.
د هرات ښار اوسېدونکو دا پېښه غندلې او هيله يې کړې ده چې قضايي ارګانونه بايد د دې پېښې ترسره کوونکو ته سخته سزا ورکړي.
د هرات ښار يوه اوسېدونکي رفيع الله همدرد پژواک ته وويل چې تېري کوونکو ته دې درنه سزا ورکړل شي .
په هرات کې د جنسي تېرو پېښې مخکې هم شوي ، خو دا به لومړى ځل وي چې د ملکي خدماتو په يوه حکومتي اداره کې داسې پېښه رامنځ ته کېږي.









