Language

خوست کې ژورنالېستانو ته د لومړنۍ درملنې د زده کړو ورکشاف جوړ شو

خوست ښار (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٣): په سوېل ختيځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري په خوست کې ژورنالېستانو ته د پېښو پر مهال د ځان او يا د نورو ټپي ملګرو د لومړنۍ طبي درملنې د زده کړو ورکشاپ جوړ شو.

په دغه زون کې د يادې کمېټې مسوول فاروق جان منګل د لېندۍ په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل چې په دغه دوه ورځني ورکشاپ کې د کورنيو او نړيوالو رسنيو پنځلسو خبريالانو ګډون کړی و.

هغه وايي، له ياد ورکشاپ څخه يې موخه دا وه چې ژورنالېستان وکولای شي په جنګي حالاتو او يا هم د نورو تهديدونو پر مهال له ډېر زيان څخه ځانونه وژغوري.

منګل زياته کړه: ((په دې دوه ورځني ورکشاپ کې د روزونکو له لوري ژورنالېستانو ته په عملي ډول ټولې هغه لارې چارې وښودل شوې چې وکولای شي د ټپي کېدو پر مهال لومړنۍ درملنه ترسره کړي.))

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول فاروق جان منګل وويل چې د ورکشاپ په پای کې يې پر خبريالانو ټول هغه طبي لوازم هم ووېشل شول چې د لومړنۍ طبي مرستې پر مهال مهم اواړين دي.

هغه دغه راز زياته کړه: ((موږ دېته ورته نور روزنيز پروګرامونه هم په مخ کې لرو چې ترسره کېدل به يې د ژورنالېستانو په ورځنيو کارونو کې مهم او اغېزمن تمام شي.))

د لومړنۍ طبي درملنې د زده کړې د ياد ورکشاپ يوه ګډونوال ژورنالېست فيض الله معصوم پژواک اژانس ته وويل چې تر دې مخکې يې دا ډول زده کړې نه وې ترسره کړې.

نوموړي زياته کړه: ((خدای دې نه کړي، که موږ په ياده برخه کې له ستونزې سره مخ کېږو، مخکې له دې چې روغتون ته لاسرسی ولري، کولای شي تر يوه بريده له ټپي سره مرسته وکړو.))

د شيخ زايد پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي يو استاد رحمت الله هاند چې په ياد ورکشاپ کې يې ګډون کړی و، دا ډول ورکشاپونه د خبريالانو لپاره ډېر مهم او ګټور وبلل.

هاند زياته کړه، ژورنالېستان کولای شي چې له دغو ورکشاپونو په زده کړې سره خپل مسلک لا هم پياوړی کړي او د دندې پر مهال له ستونزو او ګواښونو څخه په ځان ژغورنه کې ترې کار واخلي.

نوموړي په جنګ کې پر ښکېلو غاړو سربېره د ژورنالېستانو لپاره د نړيوالو سازمانانو له مسوولينو هم وغوښتل، چې په افغانستان کې د خبريالانو د ژوند خونديتوب ته ډېره پاملرنه وکړي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټه يا AJSC، چې مرکز يې په کابل کې دی، له تېرو پنځو کلونو راهيسې د رسنيو د ملاتړ نړيوالې ادارې يا IMS په چوکاټ کې په افغانستان کې کار کوي.

ياده کمېټه د افغانستان د ټولو زونونو په کچه مسوولين لري چې د هغوی په وينا په تېرو پنځو کلونو کې يې د ژورنالېستانو د خونديتوب او د مسلکي زده کړو په برخو کې بېلابېل پروګرامونه وړاندې کړي دي.

Related Topics