فيض اباد (پژواک ٢ مرغومى ٩٣): د بدخشان ولايت يوه اوسېدونکې مريم عطايي، چې قران شريف يې په ښکلي ليک د درېيو کلونو په موده کې ليکلى، غواړي چې د قران د ستوري او د کال غور نجلۍ نوم ورکړل شي.
هغه چې د مخفي بدخشي له دولسم ټولګي فارغه شوې، وايي چې قران کريم يې په نسخ عربي ليک کې په ګوتو سره ليکلى دى.
يادې انجلۍ چې نقاشه او خطاطه هم ده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې قران کريم يې په A4 پاڼو کې له خودرنګ قلم او تليکان رنګ څخه په ګټې چې کاغذ يې نه جذبوي، کښلى دى.
مريم عطايي زياته کړه، چې د قران عظيم الشان دغه نسخه يې په ٥٩٢ مخونو کې بشپړه کړې او اوس يې چاپ ته په تمه ده.
هغې وويل، چې د قران کريم د ليکلو تېروتنې د حج او اوقافو رياست له لوري اصلاح شوې، چې له حروف چيني وروسته به چاپ شي.
عطايي وويل، د بدخشان چارواکو ويلي چې د قران کريم دغه نسخه بايد په ملي ارشيف کې وساتل شي او يا هم متحده عربي اماراتو ته په لوړه بيه هديه شي، خو هغه غواړي چې په ملي ارشيف کې وساتل شي.
سيمه ييزو چارواکو هم منلې، چې له حروف چيني او تکثير وروسته به يې اصلي نسخه په ملي ارشيف کې وساتل شي.
يادې نجلۍ چې قران کريم يې له تجويد سره زده کړى او همدارنګه يې د قران شريف څلور سيپارې هم حفظ کړې او د نورو حفظولو ته هم دوام ورکوي، وويل: “افغان ستورى، سندرغاړي روزي، له قران څوک ولې ستورى ونه اوسي؛ بايد ماته د کال د غوره نجلۍ او د قران د ستوري نوم راکړل شي.”
هغې زياته کړه، د صحابه کرامو له مودې راهيسې هغه لومړۍ نجلۍ ده، چې د قران کريم کاتبه ده او له دولته غواړي چې هغه وهڅوي او مرسته ورسره وکړي، ځکه تر اوسه پورې له هغې سره چا مرسته نه ده کړې او قران کريم يې په خپل لګښت ليکلى دى.
د بدخشان د ارشاد حج او اوقافو رياست غړى مولوي محمد عظيم حنيف وويل، چې دوى د مريم عطايي په لاس ليکل شوى قران کريم مطالعه کړى او دا لومړنۍ نجلۍ ده، چې د دغه ولايت په کچه په دا ډول يوه نوښت يې لاس پورې کړى دى.
هغه زياته کړه، چې دغه قران کريم په ښه کتابت او ليک خطاطي شوى او ټاکل شوې، چې راتلونکې اونۍ د دغه قران شريف نسخې د درناوي په موخه يوه غونډه راوبولي او د سوداګرو په مرسته د قران کريم ليکونکې ته ډالۍ هم په پام کې نيول شوې دي.
همدارنګه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شېرعلي قاسمي وويل، چې د قران کريم د دې نسخې د تېروتنو د په ګوته کولو لپاره يې يوه کمېټه ټاکلې ده.
قاسمي چې د قران کريم د دې نسخې په اړه د ناستې د تر سره کولو غړى هم دى، زياته کړه: “موږ له مالي او معنوي پلوه د مريم عطايي د هڅونې په هڅه کې يو او له ټولو علماوو او پوهانو غواړو چې د دغې نجلۍ د کار ستاينه وکړي.”
مريم عطايي وويل، دوه نور کتابونه چې يو يې د “مجموعه عموميات” د عمومي اطلاعاتو په اړه ليکل شوى او بل “ادبيات درى” کتاب دى، هم بشپړ کړي او چاپ ته چمتو دي.
هغه په يوه بل کتاب “له اسلام ډار” هم کار کوي، خو ويې ويل چې د دغو درېيو کتابونو چاپول مالي مرستو ته اړتيا لري.
د يادولو ده، چې تېر کال د تخار ولايت يوه ديني عالم مولوي عبدالبصير هم د قران عظيم الشان تفسير د ١٨ کلونو په اوږدو کې په شلو ټوکونو کې ليکلى دى.










