منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

“غواړم د قران ستورى شم”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

فيض اباد (پژواک، ٢ مرغومى ٩٣): په بدخشان ولايت کې د مريم عطايي په نوم يوې نجلۍ د درېيو کلونو په اوږدو کې قرانکريم په ښکلي خط ليکلى او غواړي چې د قرانکريم د ستوري او د کال د نجلۍ په توګه معرفي شي.

نوموړې چې د مخفي بدخشي لېسې له دوولسم ټولګې فارغه شوې وايي چې د قرانکريم خطاطي يې د عربي په نسخ خط کړې ده.

دغه نجلۍ چې نقاشه او خطاطه هم ده، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې قران کريم يې په پنډه  A4 پاڼه په خودرنګ قلم د تليکان رنګ په کارولو چې په کاغذ نه جذېېږي، خطاطي کړى دى.

مريم عطايي زياته کړه چې د قرانکريم د دې نسخې د خطاطۍ کار يې اوس اوس په ٥٩٢ مخونو کې بشپړ کړى او د مخکتنې او چاپ انتظار يې کوي.

هغې وويل چې د قرانکريم ناسمې خطاطي شوې برخې د ارشاد، حج او اوقافو رياست له خوا سمې شوې چې له حروف بندۍ وروسته به د چاپ پر ګاڼه سمبال شي.

عطايي وويل چې د بدخشان چارواکو ويلي چې د قرانکريم دغه نسخه دې په ملي ارشيف کې وساتل شي او يا دې هم عربي متحده اماراتو ته په لوړه بيه هديه شي، خو دا غواړي چې په ملي ارشيف کې دې وساتل شي.

ځايي چارواکو هم منلې چې له حروف بندۍ او تکثير وروسته به يې اصلي نسخه په ملي ارشيف کې وساتل شي.

دغه نجلۍ چې قرانکريم يې په تجويد سره زده کړى او څلور سپارې يې ياد کړى غواړي چې د پاتې برخې حفظ ته هم ادامه ورکړي.

هغې وويل: ((افغان ستوري سندرغاړي روزي، ولې له ځانه د قران ستوري نه جوړوي! بايد زه د قران د ستوري او د کال د نجلۍ په توګه معرفي شم.))

هغې زياته کړه، د اصحابو کرامو له وخته تر اوسه نوموړې لومړنۍ نجلۍ ده چې د قران کتابت يې کړى او له دولته غواړي چې نوموړې تمويل او وهڅوي؛ ځکه چې تر اوسه له دې سره چا مرسته نه ده کړې او قرانکريم يې پر خپل شخصي لګښت ليکلى دى.

خو د بخشان د ارشاد، حج او اوقافو رياست غړي مولوي محمدعظيم حنيف وويل چې دوى د مريم په لاس ليکلې د قرانکريم نسخه مطالعه کړې او دا لومړۍ نجلۍ ده چې د دغه ولايت په کچه يې داسې نوښت کړى دى.

هغه زياته کړه چې قرانکريم په ښکلي خط او کتابت خطاطي شوى او ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د قرانکريم د دې نسخې د مخکتنې غونډه هم جوړه او د يو شمېر سوداګرو په همکارۍ دې نجلۍ ته ځينې ډالې هم چمتو کړي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس شېرعلي قاسمي هم وويل چې يوه داسې کمېټه يې ګومارلې چې د قرانکريم له دغه ليکل شوې نسخې ناسمې ليکل شوې برخې وباسي.

قاسمي چې د قرانکريم د دې نسخې د مخکتنې د غونډې کمېټې غړى دى، زياتوي: ((موږ هڅه کوو چې مريم عطايي له مالي او معنوي اړخه وهڅوو، له عالمانو او پوهانو غواړو چې د دې نجلۍ دغه کار وستايي.))

مريم عطايي وويل چې دوه نور کتابونه يې هم د (مجموعه عمومات) او (ادبيات دري) په نومونو چاپ ته چمتو کړي چې لومړى يې عمومي څېړنې او دويم يې ادبيات دي.

هغې زياته کړه چې يو تازه کتاب يې هم ترلاس لاندې دى چې (اسلام هراسى) نومېږي، خو ويې ويل چې د دې درېيو واړو کتابونو د چاپ لپاره مالي امکاناتو ته اړتيا لري.

د ويلو ده چې تېر کال د تخار يوه ديني عالم مولوي عبدالبصير هم د قرانکريم تفسير په ١٨ کلونو کې په شلو ټوکو کې ليکلى دى.

دغه تفسير(بيان مستقيم) نومېږي او نوموړى د ٣٠ کلونو په اوږدو کې د بېلابېلو ديني، تاريخ او فلسفي کتابونو له مطالعې وروسته په دري ژبه ليکلى دى.