منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د تکواندو ملي لوبډله د “تورکمربند” نړيوالو سياليو اتله شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۰ کتنې

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٣): د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې د تور کمربند د نړيوالو لوبو په څلورمه پړاو کې د ٤٨ مډالونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ مقام خپل کړ.

د بدنې روزنې ادارې د هغې خبرپاڼې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ٣مه) پژواک خبري اژانس ته را استول شوې راغلي چې دغه سيالۍ په هند کې ترسره شوې چې د افغانستان، ماليزيا، نيپال او هندوستان لوبډلو په کې سيالۍ وکړې.

خبرپاڼه زياتوي چې دغه سيالۍ د تورکمربند تر نوم لاندې د ډسمبر په ٢٠-٢١مه نېټه روانې وې او د افغانستان د تکواندو ملي لوبدله وتوانېده چې د سرو زرو ٣٠، د سپينو زرو ٢٠ او د برونزو ٨ مډالونه وګټل .

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ورزشکار مجتبى رسولي وتوانېد چې د سياليو په بهير کې خپل درې سيالان مات کړي او اتلولي وګټي.