کابل ( پژواک، ٣ مرغومى ٩٣ ): د مسلمانو ځوانانو ټولنې (نجم ) د بدخشان هغه زده کوونکې وستايله، چې د قران کريم ټوله نسخه يې ليکلې ده.
د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد اړونده د مخفي بدخشي لېسې فارغې ۱۹ کلنې مريم عطايي د درېيو کلونو په موده کې په خپلو ګوتو د قران کريم ټوله نسخه ليکلې ده.
د مسلمانو ځوانانو ټولنې (نجم) له خوا د مرغومي په ٣مه، په ياده لېسه کې د مريم عطايي د ستاينې غونډه جوړه شوې وه.
د نجم د عامه اړيکو مسوول مدثر اسلامي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې د نهاد جوانان مسلمان او جمعيت اصلاح استازو تر څنګ د بدخشان د دارالمعلمين استادانو، د ښوونځي ښوونکو، د مريم کورنۍ او ديني عالمانو برخه اخيستې وه.
د غونډې په ترڅ کې ديني عالم سنت الله جويا د قران کريم حقونو په اړه وينا وکړه او د قران کريم درناوی او ساتنه يې د هر مسلمان دنده وبلله.
نوموړي د دين په پرمختګ کې د ښځو ونډه وستايله او له ښوونځي او مسوولينو يې غوښتنه وکړه، چې د نجونو ديني زده کړې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په بدخشان کې د نجم استازي د مريم عطايي نوښت او هڅه بدخشان ولايت او ټولو هېوادوالو ته د قدر وړ لاسته راوړنه وګڼله او زياته يې کړه، چې نجم د ځوانو استعدادونو د روزلو او پرمختيا لپاره هلې ځلې کوي.
د مخفي لېسې مديره وويل : (( وياړم چې زده کوونکې مې د هېوادوالو او په ځانګړي ډول ښځو د وياړ لامل شوه. مريم تېر کال له مخفي لېسې فارغه شوې او د قران کريم ليکل يې له يوولسم ټولګي پيل کړي و.))
هغې زياته کړه : “مريم له پخوا په ښکلي خط د ايتونو له ليکلو سره مينه لرله. په لسم ټولګي کې يې په خپل خط ليکلې ايت الکرسي ښوونځي ته راوړه، له هغه وروسته ما ډېره وهڅوله. هماغه وه، چې هوډ يې وکړ ټول قران کريم وليکي. “
مريم وايي خطاطي يې له موره زده کړې او په کور کې يې له مور پرته خور او ورور هم خطاطي کوي.










