ترينکوټ (پژواک ٦ مرغومى ٩٣): د اروزګان د مرکز ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ ترمنځ د لويې لارې د پنځو کيلومترو سړک د قيرکولو چارې پيل شوې.
د اروزګان د مرکز ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ ترمنځ د ۶۲ کيلومتره سړک د پنځو کيلومترو د قيرکولو چارې، نن د يو لړ مراسمو پرمهال پيل شوې؛ د ياد سړک لومړنۍ برخه چې ۲۰ کيلومتره وه، څو مياشتې مخکې په پاخه او اساسي ډول رغول شوې وه.
د اروزګان سرپرست والي امان الله تيموري د ياد سړک د جوړولو د کار د پيل پرمهال وويل، چې دغه پنځه کيلومتر سړک چې د ټولګټو وزارت له لوري يې بوديجه ورکول کېږي، د ۱،۴ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت به جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شي.
د ده په وينا، پر دغه سړک چې د اروزګان مرکز ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ ترمنځ پروت دى، د يادې ولسوالۍ ترڅنګ د پنځو نورو ولسواليو اوسېدونکي هم ورباندې تګ راتګ کوي.
هغه زياته کړه، د ياد ۶۲ کيلومتر سړک ۲۰ کيلومتره څو مياشتې وړاندې په اساسي ډول ورغول شو او د پنځو کيلومترو د قيرکولو چارې نن پيل شوې او ژمنه يې وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاتې برخې لپاره هم بوديجه پيدا کړي او ورغول به شي.
د اروزګان والي د سړک جوړولو شرکت له مسوولينو وغوښتل، چې دا سړک په هغه معيار جوړ کړي، کوم چې په قرارداد کې يې يادونه شوې ده.
د ياد شرکت يوه مسوول حاجي صادق، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پنځه کيلومتره سړک به د څلورو مياشتو په موده کې جوړ کړي.
د نوموړي په وينا، په دې پروژه کې به د سيمې لسګونه کسان هم د کارګر په توګه بوخت شي.
د سيمې اوسېدونکي د دې سړک پر جوړېدو خوښ دي او وايي، چې په جوړېدو سره به يې ګڼې ستونزې هوارې شي.
د ملک ضياءالحق په نوم د ګټه خنجک د سيمې يوه قومي مشر پژواک ته وويل، چې د سړک د خرابوالي له امله خلکو نه شوى کولى، چې ناروغان په وخت تر ترينکوټ پورې ورسوي، خو که سړک جوړ شي، دغه ستونزه به يې هوار ه شي.










