ميمنه (پژواک ١١ مرغومى ٩٣): فارياب ولايت کې نن د يوه ديني عالم له لوري ازبکي ژبې ته د قران کريم د ژباړې د نمانځنې مراسم تر سره شول.
مولوي عبدالحسيب حسيب چې ازبکي ژبې ته يې قران کريم ژباړلى، وايي چې د کلام الله مجيد ژباړه يې د اووه کلونو په موده کې سر ته رسولې او د ژباړې لپاره يې څو مياشتې هڅې کړې دي.
دغه ديني عالم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د قران کريم په ژباړه کې يې ډېر پام کړى، عالمان يې رابللي او د فرهنګيانو نظر يې په کې اخيستى او له هغه وروسته يې په روانه ازبکي ژبه ژباړلى دى.
هغه زياته کړه، چې قران کريم په هېواد کې په نورو ډېرو ژبو هم ژباړل شوى او د قران کريم ازبکي ژباړه د افغانستان د ترک توکمو اوسېدونکو لپاره سخته اړتيا وه.
دغه ديني عالم چې د فارياب د تعليم القران د بنسټ مشر هم دى، زياته کړه: “له هر قوم که هر څوک چېرې د قران کريم ژباړه په خپلې مورنۍ ژبې سره ووايي، نو په ښه توګه ترې خبرېږي.”
مولوي حسيب وايي، تر اوسه پورې دوه زره ټوک قران کريم چاپ شوى او په راتلونکي کې به يې د چاپ شمېر نور هم ډېر کړي.
نن د فارياب مرکز په ميمنې ښار کې د قران کريم ژباړې د چاپ په اړه د سيمه ييزو چارواکو، ديني عالمانو، فرهنګيانو او د مدني فعالانو په ګډون د نمانځنې مراسم تر سره شول او په ترڅ کې يې د مولوي حسيب هڅې په کې وستايلې.
د فارياب د سولې کمېټې مشر مولوي اسدالله جمالي وويل، دا لومړى ځل دى چې د افغانستان په کچه په ازبکي ژبه باندې د قران کريم ژباړه کېږي.
هغه زياته کړه: “قرانکريم د بشريت د نړۍ لپاره شفا ورکوونکى او نه بدلېدونکى قانون دى، که هر څوک يې تلاوت کړي او عمل پرې وکړي، نو په دواړو دنياوو کې به بريالى وي.”
د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ مشر سيد عبدالرشيد منصوري، په ازبکي ژبه باندې د قران کريم ژباړه يوه لويه لاسته راوړنه وبلله، خو ويې ويل چې د افغانستان د ترک توکمو لپاره د قران کريم د ٢٠٠٠ ټوک چاپ ډېر کم دى.
د فارياب ولايت سرپرست والي ډاکټر محمدالله بتاش د قران کريم د نوې ژباړې په چاپ کې د مالي او معنوي ملاتړ د مرستې د اعلان تر څنګ وويل، چې په فارياب کې ازبکي ژبه يوه رسمي ژبه ده او د دې ولايت خلک ډېر لېواله دي، چې قران کريم له خپلې مورنۍ ژباړې سره يوځاى سره تلاوت کړي.
هغه زياته کړه، د قران کريم ژباړه بايد د فارياب ټولو ښوونځيو او مدرسو ته يوړل شي، څو ټول کسان په ځانګړي ډول ځوانان د الله پاک له ارشاداتو په ښه توګه خبر شي.
د فارياب والي، ديني عالمانو، د ولايتي شورا غړو، د رشاد د لوړو زده کړو موسسې، د ښځو رياست، د فارياب يوه شاعر شاه رضا منشي زاده، د سپين ږيرو شورا او امنيه قوماندان هر يوه له ١٠٠ څخه تر ١٠٠٠ ټوک پورې د قران کريم د ژباړې د چاپولو مسووليت پر غاړه واخيست.
د فارياب د ابومسلم دارالعلوم مدرسې رييس مولوي محمداسماعيل وايي، هغه کليمې د قران کريم په ژباړه کې ترې ګټه اخيستل شوې، ډېرې روانې او ساده دي او په ډېره ښه توګه زده کېږي.
مولوي حسيب، د افغاني قاعدې، اړين عقايد، د دينې اړتياوو مسايل، اسلامي ټولنه او اخلاق او د ښځو او سړيو اخلاقي وجايب او فضايل په نومونو پنځه نور کتابونه هم ازبکي ژبې ته ژباړلي دي.










