منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ملي لوبډله د څلورو نړیوالو سیالیو ترسره کولو په موخه اماراتو ته لاړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کابل(پژواک، ١٣ مرغومى ٩٣): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سکاټلنډ او ایرلنډ پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو لپاره عربي اماراتو ته لاړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن غرمه د سکاټلنډ او ایرلنډ ملي لوبډلو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو په موخه  متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.

هغه وايي، چې ملي لوبډله به د خپل سفر په ترڅ کې دوه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ د سکاټلنډ او دوه  نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ د ایرلنډ ملي لوبډلو پر وړاندې د روان زیږدیز کال جنوري په ۸ مه، ۱۰ مه، ۱۴ مه او ۱۷ مه ترسره کړي.

  د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز رسنیو ته وویل چې، ملي لوبډله ښه چمتووالی لري او ټول ټاکل شوي لوبغاړي به ددغو سیالیو په ترڅ کې له تمې سره سم، ښې وړتیاوې له ځانه وښیي.

د کرکټ بورډ عمومي ريیس نسیم الله دانش د يادې لوبډلې د روانېدو پر مهال وويل:”  زموږ مزل تر نړیوال جام پورې د لنډو ورځو مزل دی. زموږ ملي لوبډله به له ټولو چمتو شویو سیالیو څخه د نړیوال جام لپاره نوې زده کړې کوي. زه د ټاکل شوې ملي لوبډلې پر چمتووالي او د دوی د روزونکې ډلې په ځیرکتیا باور لرم. که خدای ج کول، ملي لوبډله به ډک لاسونه هېواد ته راستنیږي او د نړیوال جام سیالیو پر لور به د بریا له تکل سره سفر ولري.”