منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۵ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د حکومت د لومړيو سل ورځو د کړنو په اړه بېلابېل نظرونه

· ۸ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩٣): د هېواد د ملي شورا يو شمېر غړي او د چارو کارپوهان، د ملي يووالي حکومت له دې امله چې د حکومت په لومړيو سلو ورځو کې د کابينې پع جوړولو بريالى نه شو، ناکام بولي؛ خو ځينې نور بيا له دې نظر سره موافق نه دي.

د ملي يووالي حکومت چې له دوو ټاکنيزو ټيمونو ” تحول او دوام” او “اصلاحاتو او همپالنې” جوړ دى، د روان کال د تلې مياشتې له اوومې نېټې راهيسې خپلې چارې په رسمي ډول پيل کړې دي.

ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجرايه مشر عبدالله عبدالله د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال له خلکو سره د امنيت د ټينګښت، غوره حکومتوالۍ، د فساد مخنيوي او د هېواد د اقتصاد د ښه کېدو ژمنې کړې وې.

د حکومت پر چارو يوه څارونکي بنسټ په خپله انټرنټ پاڼه کې د “سل ورځې” تر عنوان لاندې ليکلي، نوي حکومت تر اوسه پورې څلور ژمنې پوره کړې، ٢٣ نورې وعدې يې د عملي کېدو په حال کې دي او پاتې نورو ژمنو ته تر اوسه پورې کار نه دى شوى.

ترسره شوې ژمنې

يادې سرچينې ليکلي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون عملي کولو او توشېح، د وزيرانو شورا د دارالانشاء او چارو ادارې د عمومي رياست د تشکيلاتو په جوړښت کې د مقام دفتر د رياست مدغمول، له امريکا سره د دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک او افغانستان ته د نيويارک ټايمز د خبريالا ماتيو روزنبرګ د سفر د ممنوعيت لرې کول، له هغو ژمنو بلل کېږي، چې د نوي حکومت چارواکو تر سره کړې دي.

خو د ويلو ده، چې د کوچيانو او کليوالو تر منځ د شته ستونزو د هواري او د اوښتو زيانونو د جبران با صلاحيته کمېسيون رامنځته کول او له خبريالانو څخه د ملاتړ صندوق جوړول هم د نوي حکومت له ژمنو څخه وې، چې په دې وروستيو کې پلې شوې دي.

همدارنګه د يادولو ده، چې ولسمشر اشرف غني تېره مياشت چين هېواد ته سفر وکړ او ويلي يې دي، چې د چين هېواد په مرسته يې په سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره طرحه جوړه کړې ده.

غني په چين کې د اسيا زړه هېوادونو په ناسته کې ويلي و، چې چين د افغانستان د سولې په ټينګښت کې ډېر ښه رول لوبولى شي. نوموړي له وسله والو طالبانو هم غوښتي چې د سولې په خبرو اترو کې ونډه واخلي.

همدارنګه داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د قاري دين محمد په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر يوه لوړپوړي پلاوي د تېر کال په نومبر مياشت کې چين هېواد ته سفر کړى او د چين له چارواکو سره يې ليده کاته کړي دي.

د عملي کېدو په حال کې ژمنې

د “سل ورځې” تر عنوان لاندې په ياده څارونکې انټرنټي پاڼه کې دا هم ويل شوي، د روغتيا چارو ته پام، داخلي بېځايه شويو کورنيو ته مناسب فرصت رامنځته کول او روزنه، په قضايي او عدلي ادارو کې د دولتي چارواکو د شتمنيو د ثبتولو د پروسې رامنځته کول، د امنيتي ځواکونو لپاره د ښو تجهيزاتو برابرول، د امنيتي ځواکونو کورنيو ته د امتيازاتو ورکړه او رامنځته کول، تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره له ګاونډيو هېوادونو سره خبرې کول، د ښځو د ظرفيتونو لوړول او په دولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو استخدام، په نشه يي توکو باندې د روږدو کسانو لپاره د روغتيايي مرکزونو رغول، د برېښنايي تذکرو وېش، د هېواد د وګړو شمېرنه، له نړيوالو معيارونو سره سم د يوه اسلامي پوهنتون جوړول، د کابل بانک د قضيې څېړل او په اړونده قضيه کې محکمې ته د تورنو کسانو راکشول، د بېکارۍ کچې راټيټول او ټولو دولتي کارکوونکو ته د هستوګنيزو ښارګوټو برابرول، د نوي حکومت له هغو ژمنو شمېرل کېږي، چې اوسمهال د عملي کېدو په حال کې دي.

د يادولو ده، چې د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه د کابل بانک قضيه بياڅېړل شوې ده.

د کابل استيناف محکمې، د روان کال په لړم مياشت کې د کابل بانک په قضيه کې د ټولو شاملو کسانو شتمنۍ کنګل کړې او د کابل بانک پخواني مشران يې د لسو کلونو په تنفيذي بند او د ټولو اختلاس شويو پيسو په ورکړې محکوم کړل، چې دغه پرېکړه بيا د هېواد د سترې محکمې له لوري هم ومنل شوه.

د دغې پرېکړې له مخې، د حاجي محمد طاهر ظاهر، غلام داوود نصيب، صوفي نثاراحمد، شکرالله شکران، حيات الله کوکچه، د حيرتانو نفتي تاسيسات، کابل نفت، د پامير هوايي شرکت، ګلبهار حبيبي، عبدالغفار داوي، اخترګل، ملک جان، محمد طاهر، ګلبهار ټاور، د شاهين صرافي، اريانا سټيل، محمود کرزي، حصين فهيم، ظاهرګروپ او ګازګروپ ټولې شتمنۍ په کابل بانک کې د اختلاس او له دغه بانک څخه د پور له امله کنګل شوې دي.

د يادې پرېکړې له مخې، شېرخان فرنود، خليل الله فيروزی، محمد طارق ميران، کمال ناصر کروړ، محبوب شاه فروتن، امين الله خيراندېش، مصطفی مسعودي، ظفرالله فقيري، شېرآقا عليم، محمد قسيم رحيمی، بسم الله او محمد عارف سالک حضور درلود، چې د دوى له ډلې يواځې رحيمي او مسعودي ازاد شوي او پاتې نور ټول زندانونو ته لېږل شوي دي.

همدارنګه، د کورنيو پانګه والو لپاره د امن چاپېريال رامنځته کول او په هېواد کې د پانګونې لپاره د ملي سوداګرو هڅونه، د کورني تاوتريخوالي او جنسي تېريو د قربانيانو لپاره د روغتيايي مرکزونو رامنځته کول، مېرمنو لپاره د ښو پوهنتونونو جوړول، د ملي بوديجې د پروګرام سمون، د محصولاتي د بازارموندنې د پروژو چې د خشخاشو ځاى نيسي؛ رامنځته کول، د وژل شويو او ټپي خبريالانو دوسيو ته لاسرسى، د ښځو قضيو د څېړنې لپاره په ستره محکمه کې د يوې قاضي استخدام، په هرات کې د سلما بند لپاره د امن فضا رامنځته کول او د دولت فاسدو چارواکو ته سزا ورکول، هغه موارد دي، چې د “سل ورځې” انټرنټي پاڼې له مخې، کار پرې جريان لري.

همدارنګه لويې څارنوالۍ د ولسمشر حامد کرزي د کابنيې د پنځو وزيرانو قضيې هم، چې په اختلاس او له دولتي واک څخه په ناوړه ګټه اخيستو تورن دي، سترې محکمې ته لېږلې دي.

د “سل ورځې” په انټرنټي پاڼه کې راغلي، چې نوي حکومت دغه راز د خپلو لسګونو نورو ژمنو په اړه هم کار نه دى کړى.

کارپوهان د حکومت د لومړيو سلو ورځو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سياسي چارو يوه کارپوه محمدحسن ولسمل وايي، د ملي يووالي حکومت په لومړيو سلو ورځو کې په بشپړه توګه ناکامه و او له ناټو او امريکا سره له امنيتي سند پرته يې بل کوم کار نه دى کړى.

هغه وويل، چې په دغو لومړيو سلو ورځو کې حکومت بايد خپله کابينه اعلان کړې وى، خپل پنځه کلن پلانونه يې له خلکو سره شريک کړي وى او کار يې پرې پيل کړى وى.

نوموړى زياتوي: “درې مياشتې وشوې، چې اوس هم لا کارونه د سرپرستانو له لوري تر سره کېږي، تر اوسه پورې د حکومت پلانونه هم نه دي معلوم او اوس هم دغه دوه کسان (ډاکټر اشرف غني او عبدالله) په خپلو منځونو کې نه دي سره جوړ شوي، امنيت ورځ تر بلې خرابېږي او خلک هم د هرې ورځې په تېرېدو سره په ولسمشر او د حکومت پر اجرايي مشر خپل شته باور له لاسه ورکوي.”

مشرانو جرګه کې د دايکنډي استازي علي اکبر جمشېدي هم وويل: “بېکاري له خپلې کچې هم لوړه شوې، د افغانستان په بندرونو کې چور روان دى او د هېواد اقتصاد مو هم د بحران پر لوري ځي، خو دغه نوي حکومت په خپلو لومړيو سلو ورځو کې کم تر کمه خپل وزيران هم معرفي نه کړل.”

د مشرانو جرګې مرستيال رفيع الله ګل افغان هم وويل، چې د ملي يووالي حکومت د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې پاتې راغلى دى.

هغه زياته کړه: “يو حکومت چې په سلو ورځو کې خپله کابينه جوړه نه کړاى شي، نو له دا ډول حکومت بايد سړى څه غوښتنه وکړي؟”

د ګل افغان په وينا، هېواد کې شته اداري فساد او بې مسووليتي اوج ته رسېدلې او حکومت بايد ژر تر ژره خپل نوماند وزيران معرفي کړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم نن د يادې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې حکومت خپلې ژمنې تر اوسه پورې عملي نه کړى شوې او په لومړيو سلو ورځو کې يې کوم د پام وړ کار نه دى تر سره کړى.

هغه زياته کړه: “ډېر د شرم ځاى دى چې حکومت تر اوسه پورې په سلو ورځو کې خپله کابينه هم اعلان نه کړى شوه؛ له حکومت څخه په کلکه غواړو چې خپله کابينه اعلان کړي، ځکه خلک نور د بې برخليک توب زغم نه لري.”

خو د سياسي چارو يو بل کارپوه محمد يونس فکور د هېواد اوسني وضعيت ته په پام سره، د ملي يووالي د حکومت کارونه د قناعت وړ بولي.

هغه وويل، چې د اضافي لګښتونو کمول، چين، پاکستان، او سعودي عربستان ته د يادو هېوادونو د غوښتنو د روښانولو لپاره د ولسمشر سفرونه او د افغانستان د بحران او اقتصادي پروژو حل، د کابل بانک د قضيې څېړل، په ناڅاپي ډول له يو شمېر دولتي ادارو څخه د ولسمشر ليدنه؛ هغه کارونه دي چې په لومړيو سلو ورځو کې تر سره شوي دي.

د هغه په وينا، خلک له حکومت څخه په لومړيو سلو ورځو کې بايد ډېر انتظار ونه لري.

فکور د کابينې په اعلان کې د ځنډ په اړه وويل: “تر کومه چې زه خبر يم، بهرني لاسونه د يادو دوو کسانو د کار مخه نيسي، ګاونډي او د سيمې او ان له سيمې لرې هېوداونه له بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې خپلې کړۍ له بېلابېلو لارو ډېرو مهمو وزارتونو ته وړاندې کړي، خو ولسمشر او د حکومت اجرائيه مشر نه غواړي، چې په کابينه کې دا ډول کسان ځاى پر ځاى شي.”

نوموړي د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې د ملي يووالي پر ضد هڅې روانې دي او غواړي، دغه حکومت له ناکامۍ سره مخ کړي.