منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان : د تورخم – جلال اباد دويم سړک پاتې برخه به ژر بشپړه شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٣ ) : پاکستان وايي چې د تورخم – جلال اباد دويم سړک لپاره يې بوديجه ځانګړې او ډېر ژر به ددغه سړک د پاتې برخې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته  وسپارل شي.

شاوخوا شپږ کاله کېږي چې د تورخم-جلال اباد دويم لين سړک چارې د پاکستانۍ ساختماني کمپنۍ له لوري پيل شوې وې، چې د دويم لين سړک چارې يې تر نيمايي بشپړې شوې هم وې خو چارې يې په ټپه درېدلې دي.

څو ځله د پاکستان لوړ پوړو چارواکو د ياد دويم لين سړک د جوړېدو ژمنې وکړې ، خو تر اوسه پورې کوم عملي اقدام نه دى شوى، تېر کال هم د پاکستان د ماليي وزير اسحاق ډار د ياد سړک د چارو د بيا پيل د پرانيستې پر مهال ژمنې کړې وې، چې تر ټولو ژر به ياد سړک بشپړ شي، خو تر اوسه پورې يې درک ونه لګېد.

په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي قونسلر اختر منير د مرغومي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون په اسلام اباد کې د ماليې وزارت اړونده د ملي اقتصادي شورا په غونډه کې د تورخم – جلال اباد دويم سړک لپاره بوديجه منظوره شوه.

هغه زياته کړه، چې دغه څه کم ٧٤ کيلومتره سړک د پاکستان له خوا د افغانستان د بيارغونې د پروژو لپاره له اعلان شويو ٥٠٠ ميليونه ډالرو څخه جوړيږي  .

اختر  منير وايي چې د ځينو مالي ستونزو له ا مله د ياد سړک چارې درېدلې وې اوس ورته نوې بوديجه منظوره شوه ، ډېر ژر به يې پاتې چارې هم بشپړې او سړک به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د يادونې ده چې پژواک خبري اژانس نږدې لس ورځې مخکې د ياد سړک د کارونو د ځنډ او د يوې برخې د بېرته ويجاړېدو په اړه خبر خپور کړى و.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل فقيرزي هغه مهال پژواک ته ويلي و ، چې د تېرو کلونو د سختو اورښتونو او د تورخم په دويمه ليکه د پاکستاني دولت له لوري د کار شپږ کلن ځنډ ددغې لويې لارې له شپږ لوى پلونه او ۱۰پلچکونه له منځه وړي دي.

هغه زياته کړې وه، چې وزارت يې په تېرو کلونو کې څو څو ځله له پاکستانيو چارواکو سره خبرې اترې کړې وې، خو هغوی يې د جوړولو او نه جوړولو په اړه سمه پرېکړه ونه کړه.

د هغه په وينا، وروسته د افغانستان حکومت اړ شو چې د ١٣٩٢ لمريز کال بوديجه کې لس ميليونه ډالره د ياد سړک د پاتې کارونو د بشپړولو لپاره بېل  کړي.

فقيرزى وايي، د فوايد عامې وزارت د دغه سړک د سروې لپاره انجنيران ولېږل، د سړک سروې او ډيزاين بشپړ شو ، کله چې اعلان ته ورکول کېده ، پاکستانيو چارواکو د سړک د جوړولو  لپاره چمتوالى وښود.

خو نوموړي زياته کړه: (( دادى درې نويم کال په خلاصېدو دی ، خو د سړک جوړولو چارې لا هماغسي په ټپه ولاړې دي او د پاکستان له لوري هم تر اوسه کومه هيله مندي نه ښکاري.))

د يادونې ده چې په ١٣٨٦ لمريز کال کې د تورخم د لومړي لين  سړک چارې بشپړې شوې ، د وخت پاکستاني لومړي وزير شوکت عزيز د ١٣ متره سور درلودونکي ٧٥ کيلو متره سړک د دويمې کرښې چارې پيل کړې.

  ياد سړک چې اويا سلنه بشپړ شوی ،يو ناڅاپه يې د جوړولو چارې د پاکستان له لوري بندې شوې، پاکستانيو چارواکو څوڅو ځلې د ياد سړک د کار د بشپړولو ژمنې کړې دي.