منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۲ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د ډيورند کرښې په اوږدو کې د خندق کيندل

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

جلال –بېښور (پژوک، ٢٤ مرغومى ٩٣): د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ځيني اوسېدونکي وايي چې د دې کرښې په اوږدو کې د خندقونو کيندل، دوى له يو بل څخه نه شي بېلولى؛ ځکه چې د دوى قومي اړيکې او خپلوۍ دوى ته له دې مهمې او مخکې دي.

له يادو کسانو د ملک کفتر خان شينواري په نوم د ننګرهار اوسېدونکى او ځايي قومي مشر وايي چې د شينوارو، مومندو، يوسفزو او نورو په څېر قومونه له سلګونو کلونو راهيسې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته دي.

د هغه په خبره: “د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه يو له بل نه شي جدا کېدلى.”

د “افغانستان ټوډې” خپرونې د يوه راپور پر بنسټ ، د پاکستان سرحدي ځواکونو کارګران ګومارلي چې د ډيورند د ۴۸۰ کيلومتره په اوږدو چې له پېښوره تر کوېټې غځېږي، يو ٢،٤ په ۳ متره خندق وکني.

دغه پروژه د لسيزو زړو شخړو لپاره لمن وهل دي او د افغانستان او پاکستان تر منځ يې د دښمنيو تازه کولو ته په داسې حال کې لاره پرانيستې چې اورپکي په سيمه کې د خپل ځاى موندلو لپاره هڅې کوي.

د نايب صوبيدور رمضان په نوم يو پاکستاني سرحدي ساتونکى وايي: “موږ غواړو چې خپله پوله خوندي کړو؛ ځکه افغان ځواکونه او تندلاري (طالب) پر موږ بريدونه کوي.”

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي: “پاکستان له سرحدي صفري ټکي څلور کيلو متره لرې د خندقونو کيندنه پيل کړي دي.”

 په دې اړه وروسته له هغه سرحدي نښتې هم رامنځته شوې، پاکستاني سرحدي ځواکونو د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ هاخوا له صفري نقطې دوه کيلومتره لرې چې د پولې اصلي برخه ده، د خندقونو په کيندلو پيل وکړ.

د سرحدي پوليسو تر منځ ډزې تبادله شوې او له کبله يې يو کس ووژل شو.‌

پاکستاني سرحدي ځواکونو دغه راز د افغانستان زابل ولايت ته نږدي، يعنې له صفري کرښې نه ۶۰۰ متره لرې د استحکامونو په جوړولو پيل وکړ.

صديقي وايي: “موږ به په مستقيمه توګه بريد ونه کړو؛ ځکه خندق د صفري کرښې ها خوا کيندل کېږي، خو سيمې ته مو يو پلاوی استولی دی. کله چې دغه پلاوى راستون شي، نو حکومت به خپله پرېکړه وکړي.”

 په اسلام اباد کې بيا چارواکي پر دې باور دي چې دغه سرحدي پروژه چې شاوخوا ۴۸۰ ميليونه ډالره لګښت به ولري، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره يو مشروع اقدام دی چې د پاکستان په خاوره کې په قانوني ډول ترسره کېږي.‌

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت ويانده تسنيم اسلم وايي: “دغه خندقونه د پاکستان په قلمرو کې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو پر تګ او راتګ بنديز نه لګوي.

دغه خندق د دې لپاره کيندل شوى چې د ترهګرو، د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو او نورو جنايتکارانو د تګ او راتګ مخه ونيسي.

دغه کار د دواړو هېوادونو په ګټه دی.”

 تاريخي تېروتنې

د ډيورند کرښه له نن نه ۱۱۱ کاله وړاندې د وخت د برېتانوي هند د يوه چارواکي، سر مورتمور ډيورند او د افغانستان د هغه مهال د امير عبدالرحمن خان ترمنځ د يوه مخيز پرېکړه ليک له مخې چې لنډې اووه مادې لري لاسليک شوه. د دې کرښې ټول اوږدوالى ۲۶۴۹ کيلومتره دى چې نننى پاکستان او افغانستان سره بېلوي.

که څه هم دغه استعماري پوله په سيمه کې پښتانه قومونه سره جلا کوي، خو بيا هم د سيمې اکثريت خلک له پولې بې له ويزې تېرېږي او ډيورند کرښې ته د رسمي پولې په سترګه نه ګوري.

کله چې استعمارګرې برېتانوي امپراطورۍ په ۱۹۴۷ زېږديز کال کې سيمه پرېښوده، نو هند او پاکستان د دوو جلا خپلواکو هېوادونو په توګه رامنځته شول.

 پاکستان له هماغه پيل نه د ډيورند کرښې ته د رسمي پولې په توګه وکتل، خو هېڅ يوه افغان دولت دا پوله د رسمي پولې په توګه نه ده منلې.

له واک نه تر ګوښه کېدو وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ځلي‌ وويل چې په خپلې ۱۳ کلنې واکمنې کي يې ۲۰ ځلې پاکستان ته رسمي‌ سفر وکړ، په هر سفر کې پاکستاني چارواکو له هغه وغوښتل چې پوله په رسميت وپېژني، خو ده تل دا غوښتنه ردوله.

پاکستاني چارواکي‌ ټينګار کوي چې پر ډيورنډ کرښې په اوږدو مې د کندې او خندق کيندل به د قاچاق وړونکو او ترهګرو د تګ او راتګ مخه ډب کړي. پاکستاني حکومت له کابل ددې پروژې په پلي کولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې، خو د ډيورند پر سر تاريخي حساسيتونو د دغه خندق په تړاو په افغانانو کې شکونه او بې باروۍ پارولي دي.

د پاکستان پخوانيو حکومتونو هم د بېلګې په ډول د جنرال پروېز مشرف د واکنۍ پر مهال هڅې وکړې چې د ناندريزې پولې شاوخوا اغزن سيمونه کش شي، خو دغه کار د افغان دولت له سخت مخالفت سره مخ شوى و.

 د افغانستان د مشرانو د جرګې د نړيوالو اړيکو د کمېټې مشر عارف پښتون وايي چې د استحکاماتو او خندقونو جوړول په اصل کې د اسلام اباد هڅه ده چې کابل اړ باسي څو د ډيورند د کرښې په اړه خپل دريځ څرګند کړي.

پښتون وويل:”افغانستان او پاکستان د پولې پر سر د خندقونو د کيندلو موضوع د مشرف د واکمنۍ پر مهال ډېره مطرح وه، خو هغه مهال کلک مخالفت ورسره وشو.

نن هم افغان دولت او د ډيورند د کرښې د دواړو غاړو قبايل له دغه پلان سره مخالف دي.”

د پولې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه دغه اقدام د پښتنو يووالي پر ضد يو عمل ګڼي.

په افغانستان کې چې هر وخت پر پوله د امنيتي استحکامونو خبره پورته شوې، په بېلابېلو ولايتونو کې د پاکستان ضد لاريونونه شوي دي.

د شينواري په اند، د افغانستان او پاکستان اصلي پوله د ډيورنډ کرښې له رامنځته کېدو د مخه ټاکل شوې وه.

هغه او ګڼ نور افغانان پر دې باور دي چې اصلي پوله څو سوه کيلومتره هاخوا د پاکستان د پنجاب ايالت د اټک ولسوالۍ په سوېل کې ده – يانې د خيبر پښتونخوا ټوله پښتون مېشته سيمې د افغانستان برخه ده.

 حاجي ستار چې د کوېټې د باديني په سيمه کې وچه مېوه خرڅوي، اندېښمن دی او وايي چې پر پوله د سرحدي استحکاماتو جوړولو اصلي موخه په سېمه کې پښتون قوم جدا کوي. هغه وايي “زما مېرمن د افغانستان ده او ما خپله لور يوه افغان ته واده کړې ده. موږ څنګه له افغانستان نه جدا شو، زموږ جنازې او ودونه سره ګډ دي.”

د پوځي چارو افغان کارپوه عتيق الله امرخېل وايي چې د پاکستان اقدام د نړيوالو قوانينو خلاف دی او کابل بايد په دې تړاو ملګرو ملتونو سازمان ته رسمي شکايت وکړي.

جنرال امرخېل وايي: “پاکستان له دې کبله دغه کار کوي چې پر افغانستان فشار واچوي چې د ډيورند کرښه د رسمي پولې په توګه پر رسميت وپېژني، نوی افغان دولت بايد دې موضوع ته په خپل باندني سياست کې لومړيتوب ورکړي او په جدې ډول يې مخالفت وکړي.”

په افغانستان کې د ډيورند کرښې رسمي پېژندنه داسې يوه بده خبره ده چې هېڅ افغان مشر ورته ځان مايل نه ښکاري او نه غواړي چې داسې يو دروند تاريخي مسووليت واخلي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله باندې ناامني، له سيمې د ناټو ځواکونه وتلو، د دواړو سيالو هېوادونو منځ د ګډې همکارۍ اړتيا زياته کړې ده.

له همدې کبله به په اوسني وخت کې پر پوله د پاکستان د هڅو د ملاتړ لپاره د افغانستان اړ ايستل، د پاکستان له خوا يو مهم ستراتيژيک خوځښت وي.

افغانستان ټوډې ليکي، د پاکستان پوځ په تېر کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لارې په سيمه او افغانستان کې د تپل شوو جګړو د اور بلولو ته لمن وهلې او په دې توګه يې نه يوازې اوسنۍ بې باوري رامنځته کړې، بلکې له جګړه مارې ډلې يې هم جوړې کړې دي چې اوس يې د مهار توان نه لري او پر پوله د خندق کيندل ښايي د “ترهګرۍ او تور بازار” د بندولو لپاره يوه روا هڅه وي.

د مکګېل په پوهنتون کې پوهاند او د جګړه غوښتونکى دولت؛ پاکستان په اوسني وخت کې“ په نوم د يوه کتاب ليکوال ټي، وي پاول وايي: “اوس د زړو ستونزو د هوارولو مهال راغلی دی، خلک کړېږي او هېڅ بلې تګلارې ګټه نه ده ورسولې.”

 

هغه زياتوي: “د پوځ د لنډ ليد لوري په سبب هر څه په ستراتيژيک ځواک پورې تړلي او په دې ډول په سيمه کې د انډول راوستو لوبه روانه ده، خو اوس له جګړې د ستړيا وخت را رسېدلې او دوى بايد په سيمه کې د سترو ګټو لپاره د طالبان پر ضد په کابل کې له نوي حکومت ملاتړ وکړي.”

د سرحدي ښار ستونزې

د سرحدي خندق د امنيتي پروژې ګټې که هر څه وي، خو دغه اقدام ځايي اقتصاد سخت کمزوري کوي چې له افغانستان سره په نارسمي سوداګرۍ ولاړ دى. افغانستان د پاکستان د سوداګريزو مالونو دويم واردوونکى دى.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ رسمي کچه اوسمهال ٢ ميليارده ډالر اټکل کېږي.

د پاکستان د سرحدي ګمرکونو مشر ضياءالحق سرحدي وايي چې د امنيتي استحکامونو او سرحدي خندوق پروژې د ډيورنډ کرښې شاوخوا ١٢٠٠ غځېدلې لارې بندې کړې او بهرنۍ راکړه ورکړه يې فلج کړې ده.

ايران چې د خپل سيستان او بلوچستان ايالتونو کې د قاچاق له شتون او ترهګرۍ څخه اندېښنه لري، هم له پاکستان سره په خپله ګډه پوله کې د خندقونو کيندنه پيل کړي دي او په خپل دغه کار يې د پاکستان پلوچستان ايالت له خپلو دوو ګاونډيو هېوادونو افغانستان او ايران سره له سوداګرۍ محروم کړى دى.

ښاغلى سرحدي وايي چې د دغه اقدام په سبب د افغانستان او ايران تر منځ د سوداګرۍ کچه ٣ ميليارد ډالرو ته لوړه شوې خو ډېرې منفي اغېزې يې په چمن، کوېټه او تورخم ښارونو کړې دي.

په تورخم کې پاکستانى سوداګر حاجي عبدالحکام شينوارى وايي چې د دې سيمې زيات سوداګر په افغانستان کې هم فعاليت لري.

د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري د سوداګرۍ او ترانزيټ د هوکړه ليک له مخې کېږي چې د مالونو د قانوني وارداتو، له قاچاق او ترهګرۍ څخه مخنيوى تنظيموي.

د حکام شينواري په خبره، پر دغه هوکړه ليک سربېره هم له پولو ها خوا ډېر سوداګريز فعاليتونه د ستونزو له امله په دې هوکړه ليک کې نه څارل کېږي.

د شينواري په خبره، د افغانستان او پاکستان تر منځ د راکړې ورکړې اصلي کچه شاوخوا ٥ ميليارد ډالره ده.

د کرښې په اوږدو کې خندق د ځايي سوداګرو د تګ راتګ لپاره هم ستونزې جوړې کړې او د پښتنو د نورو قومونو په څېر شينواري هم چې د خندوق دواړو غاړو ته اوسېږي، د خپل دود دستور او نورو سنتي سرچينو د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

حکام شينواري وويل: ((زموږ سوداګري، کلتور او دود يو ډول دي. زموږ کورنۍ اړيکې له سرحدونو ها خوا دي، موږ څنګه کولى شو چې خپل ځان له افغانستان نه بېل کړو؟))