منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د اسلام د پيغمبر کاريکاتور خپرول وغندل

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣): افغان حکومت د شارلي ابدو په طنزي مجله کې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد(ص) د نوي کاريکاتور خپرول پر سختو ټکو غندلي دي.

ولسمشرۍ رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د بيان ازادي بايد له يو بل سره د سوله ييز ژوند او د دينونو تر منځ د لا زيات تفاهم لپاره وکارول شي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي چې د داسې کاريکاتور خپرول د اسلام مقدس دين او د نړۍ مسلمانانو ته سپکاوى دى.

خبرپاڼې زياته کړې چې ولسمشر غني د افغانستان د خلکو په استازولۍ دغه سپکوونکى عمل غندي او مقدساتو ته سپکاوى په بشپړه توګه يو غير مسوول عمل بولي.

د افغانستان ولسمشر وايي: ((د بيان ازادي بايد يو له بل سره د سوله ييز ژوند او د دينونو ترمنځ د لا زيات تفاهم لپاره وکارول شي.

د ولسمشر په خبره، افغانستان د بل هر هېواد په پرتله کلونه کلونه له جګړې او تاوتريخوالي ځورېدلى، نو ځکه د نورې نړۍ د خلکو په پرتله همپالنه او تفاهم په ښه توګه درکولى شي.

د شارلي ابدو مجلې پر دفتر له بريد وروسته دغه طنزيه مجلې يو ځل بيا په خپله نوې ګڼه کې د اسلام د ستر پيغمبر کاريکاتور خپور کړى دى.

د مرغومي په ١٧مه يو شمېر وسله والو چې ويل يې”د پيغمبرغچ يې واخيست” چې د شارلي ابدو طنزي مجلې د ليکوالو په ګډون يې ١٢ کسه ووژل.

د دغه بريد مسووليت د القاعدې د يمن څانګې پر غاړه واخيست.

د اسلام د پيغمبر د کاريکاتور چاپ د اسلام مبارک دين له نظره سخت سپکاوى ګڼل کېږي.