فيروزکوه (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): د غور يو شمېر ښځو د امنيتي ځواکونو له هڅو او فداکاريو قدرداني وکړه او له هغوى يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د شکريې عزيزې په نوم يو مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وويل، د غور ولايت يو شمېر ښځو نن د امنيتي ځواکونو په غاړو کې د زړورتيا او اتلولي مډالونه ور واچول.
هغې زياته کړه، د يوې افغانې مور په توګه د امنيتي ځواکونو له قربانيو قدرداني او ملاتړ کوي او ډاډ لري، چې هغوى له هېواده د دفاع توان لري.
د غور د ښځو د ټولنې مشرې فريده ناصري وايي، نن ورځ د ښځو او نارينه وو په ګډون د هېواد ځوانانو د هېواد امنيتي مسووليت په غاړه اخيستى دى.
هغې پژواک ته وويل، دولت دې هڅه وکړي، چې په امنيتي ليکو کې د ښځو ونډه زياته کړي.
د ملي پوليسو يوه سرتېره ملالۍ وايي، د يوې افغانې ښځې په توګه خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د خپلو خلکو د امنيت د تامين او له هېواد د دفاع توان لري.
د حميدې په نوم يوه بله سرتېره بيا وايي، د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې په څو عملياتو کې ګډون کړى او په راتلونکي کې هم به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې جګړه وکړي.
نوموړې له خلکو او په ځانګړي ډول له ديني عالمانو وغوښتل، چې له امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه له ښځينه سرتېرو څخه ملاتړ وکړي.
بايد وويل شي، چې د هېواد امنيتي ځواکونو له تېرو څه باندې دوو اونيو (د ٢٠١٥ کال له لومړۍ نېټې) راهيسې د ټول هېواد امنيتي مسووليت په خپله غاړه اخيستى دى.










