ميدانښار (پژواک ۳۰ مرغومى ٩٣) : د ميدان وردګو سلګونو اوسېدونکو د فرانسوۍ مجلې پر ضد د يوه لاريون په ترڅ کې د فرانسې سفارت د تړلو غوښتنه وکړه.
څو ورځې مخکې د فرانسې ديوې مجلې شارلي ابدو له خوا د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص ) کاريکاتور وروسته له هغه خپور شو، چې دوو وسله والو ددې مجلې پر ودانۍ بريد وکړ، چې په پايله کې يې ١٢ تنه ووژل شول.
د ميدان وردګو چارواکي وايي چې د جلرېز ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو نن د يوه لاريون په ترڅ کې د فرانسوۍ شارلي ابدو مجلې له لوري د حضرت محمد( ص )کاريکاتور خپرول په کلکو ټکو وغندل او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه،چې ژر تر ژره دې په کابل کې د دغه هېواد سفارت وتړي .
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د مرغومي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لاريون د جلريز ولسوالۍ د زيولاتو په حوزه کې په لاره اچول شوى و، چې په کې شاوخوا ١٥٠٠ تنو برخه اخيستې وه.
نوموړی زياته کړه،لاريون کوونکو د فرانسې هېواد پر ضد شعارونه ورکول او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه،چې په کابل کې د فرانسې سفارت ژر تر ژره وتړي او که ياد سفارت ونه تړل شي ، نو دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي .
خوږياڼی وايي، د لاريون په پاى کې د لاريون کوونکو او د کابل ـ باميانو پر لويه لاره تګ راتګ کوونکو مسافرو ترمنځ تاوتريخوالی هم رامنځته شوی، چې له امله يې د لاريون کوونکو يو تن هم ټپي شوی دی .
ده زياته کړه،که څه هم امنيتي ځواکونو د لاريون د امنيت پوره چمتوالی نيولی وو، خو په وروستۍ برخه کې يو شمېر کسانو د مسافر وړونکو موټرو ښيښې ماتې کړې،چې له امله يې د مسافرينو او لاريون کوونکو ترمنځ شخړه وشوه .
تر دې وړاندې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د فرانسې پر ضد لاريونونه شوي دي.










