منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل کې د فرانسې سفارت مخې ته لاريون وشو

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢ سلواغه ٩٣): يو شمېر کسانو د حضرت محمد (ص) د کاريکاتور د خپرولو په اعتراض نن په کابل کې د فرانسې سفارت مخې ته لاريون وکړ او د دغه کار د عاملانو  د محاکمې او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي د مخنيوي غوښتونکي شول.

وروسته له هغه چې تېره مياشت فرانسوي مجلې شالي ابدو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم کاريکاتور خپور کړ، دوو وسله والو د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د دې مجلې پر دفتر بريد وکړ، د مجلې د څو کارکوونکو په ګډون يې ١٢ کسان ووژل او يو شمېر نور ژوبل شول.

دغه دوه بريدګر چې د پاريس څنډې ته په يوه کور کې له خپلو پنځو برمته کړو سره پټ شوي وو، د پوليسو د شپنيو عملياتو په ترڅ کې له خپلو څلورو تښتولو کسانو سره ووژل شول.

د فرانسوي مجلې دغه کار د دې لامل شوې چې د افغانستان د خلکو په ګډون د مسلمانانو غبرګون را وپاروي.

نن تر سلو ډېرو کسانو د کابل ښار له زنبق څلورلارې خپل لاريون پيل کړ او په همدغه ښار کې د فرانسې د سفارت مخې ته يې د “د انسان دښمن قاتل ته يې! فرانسه، فرانسه، محمد زموږ پيغمبر دى او سپکاوى دې نه ورته کېږي” شعارونه ورکړل.

د افغانستان د جمعيت اصلاح مشر عبدالصبور فخري وويل چې مسلمانان سوله خوښوونکي دي، که سوله خوښوونکي نه واى، نن به يې د فرانسې سفارت سوځولى و.

هغه زياته کړه چې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي عاملان کوښښ کوي چې مسلمانان تروريستان او د سولې ضد وښيي، خو په حقيقت کې خپله تروريستان او د سولې دښمنان دي.

د رفېع سهاک په نوم يوه بل لاريون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((بايد د شارلي ابدو مجلې مسوولان محاکمه شي او فرانسه دې اسلام ته د سپکاوي اجازه نه ورکوي.))

معترضينو د فرانسې له دولته غوښتنه وکړه چې نور د اسلام ته سپکاوى او تېرى نه کېږي او که چېرې داسې وشي، نو ناوړه پايلې به ولري.

ټاکل شوې چې دوى يو پرېکړه ليک هم ولري او کاپي يې د فرانسې سفارت ته وسپاري.

دوى يو پرېکړه ليک هم صادر کړى چې کې ويل شوي، په نړۍ کې هېڅ کس د بيان د ازادۍ تر نامه لاندې د اسلام پر پيغمبر د تېري حق نه لري.

په پرېکړه ليک کې له حکومته غوښتنه شوې چې په کابل کې دې د فرانسې سفارت پر تړلو د هغه هېواد خلکو ته د خپلې کرکې پيغام واستوي.

دوى له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي مخنيوى وکړي.

تر دې وړاندې هم يو شمېر مدني ټولنو په کابل او ځينو ولايتونو کې لاريونونه کړي او د شارلي ابدو پر مجله بريدکوونکي يې اتلان بللي دي.

دې مجلې څو کاله وړاندې هم د اسلام د ستر پيغمر حضرت محمد (ص) يو کاريکاتور خپور کړى و چې د مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ شو.