کابل (پژواک ٣ سلواغه ٩٣): په کابل ښار کې د کابو ٩٠٠ کسانو په ګډون، چې درې سوه تنه يې نجونې وې، د سيرت النبي سيالي ترسره شوه.
د دې سيالۍ يوه تنظيموونکي حبيب خان ځاځي، نن (د سلواغې ٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالي د جمعيت اصلاح افغانستان د کارته نو سيمه ييز دفتر (اتمه ناحيه) له لوري ترسره شوه، چې ٣٠٠ نجونو او ٦٠٠ هلکانو په کې ګډون کړى دى.
نوموړي د دې سيالۍ موخه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) او صحابه کرامو د سيرت او اخلاقو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړول وباله.
ځاحى وايي، د دې ازموينې پارچې د ديني علماوو له لوري کتل کېږي او تر دوو اونيو وروسته يې پايله اعلانېږي.
ده زياته کړه، د دې سيالۍ شپږو لوړو نومرو اخيستونکو ځوانانو ته په ترتيب سره لپ ټاپ کمپيوتر، د کاليو مينځلو ماشين، بايسکل، کتابونه او نور د ډاليو په توګه ورکول کېږي.
د هغه په وينا، د دين د پوهاوي او د سيرت النبي د مطالعې په موخه د ځوانانو د لا هڅونې په موخه، هوډ لري چې په راتلونکي کې هم دغه ډول سيالۍ ترسره کړي.










