منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۱ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کونړ او ميدان وردګو کې هم د فرانسې ضد لاريونونه وشول

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

ميدانښار-اسعداباد (پژواک، ٦ سلواغه ٩٣): په ميدان وردګو او کونړ ولايتونو کې هم سلګونو کسانو د فرانسې پر ضد لاريونونه وکړل او د دغه هېواد د سفارت د تړلو غوښتنه يې وکړه.

د ميدان وردګو زرګونه اوسېدونکو د سلواغې په ٦مه د يوه پراخ لاريون په ترڅ کې د فرانسې هېواد د شارلي هبدو مجلې له لوري د حضرت محمد (ص) کاريکارتور خپرول پر کلکو ټکو وغندل، په افغانستان او د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې يې د فرانسې سفارت د تړلو غوښتنه وکړه.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، دغه لاريون چې نن سهار د دغه ولايت د سيداباد ولسوالۍ په دشتې ټوپ سيمه کې پيل شوى و، د دوو ساعتونو لپاره يې د اعتراض په توګه د کابل ـ غزني لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

هغه زياته کړه، لاريون کوونکو ګواښ وکړ، که حکومت په افغانستان کې د فرانسې سفارت ونه تړي نو دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي او لويه لاره به د تل لپاره د ترافيکو پر مخ وتړي.

دوی همداراز د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې د نړۍ له ټولو اسلامي هېوادونو غوښتنه وکړه چې د فرانسې هېواد د شارلي هبدو مجلې د يادې ناوړې کړنې په غبرګون د دغه هېواد سفارت په خپلو هېوادونو کې وتړي.

لاريون کوونکو د فرانسې هېواد پر ضد شعارونه ورکړل او همدا راز يې د دغه هېواد بيرغ او شارلي هبدو مجلې د چلوونکي انځورونو ته هم اور ورکړ.

بلخوا د کونړ ولايت سلګونو خلکو هم د فرانسې او د دغه هېواد د شارلي هبدو مجلې پر ضد لاريون وکړ.

د لاريون کوونکو شمېر چې سلګونو کسانو ته رسېده، د ولايت له مرکز او نورو سيمو راټول شوي وو، د فرانسې هېواد او د يادې مجلې د مسوولينو پر ضد يې شعاورنه ورکول.

د لاريون کوونکو يوه سمبالوونکي مولوي الله يار پژواک ته وويل چې دې فرانسوي مجلې په پرله پسې توګه اسلام او مسلمانونه ته د سپکاوي په قصد حضرت محمد (ص) ته منسوب کارتوني انځورونه خپاره کړي دي.

هغه وويل چې د دوى دغه کار د ټولو مسلمانانو غبرګونونه راپارولي.

نوموړي له افغان دولت په ځانګړې توګه له ولسمشره غوښتنه وکړه چې په هېواد کې دې د فرانسې سفارت وتړي او هر ډول راکړه ورکړه دې ورسره وشلوي.

د يادونې ده، د چارلي هبدو په نوم يوې فرانسوي مجلې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) کارتون خپور کړى چې د اسلامي نړۍ له کلک غبرګون سره مخ شوى دى.

له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د فرانسې هېواد او يادې مجلې پر ضد په پراخه کچه لاريونونه شوي دي.

ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس هم ياده کړنه غندلې ده.