ژبه

د ارسلا جمال د وژنې په تړاو دوه تنه ونيول شول

کابل( پژواک، ٧ مرغومى ٩٣):  د ملي امنيت رياست وايي، چې د لوګر د پخواني والي ارسلا جمال په وژنه کې د لاس لرلو په تړاو يې دوه تنه نيولي دي.

د ملي امنيت رياست وياند حسيب صديقي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نورالله فاروفي او دلاور په نومونو ياد دوه کسان د کابل ښار د دوولسمې ناحيې په مربوطاتو کې نيول شوي دي.

ده د يادو کسانو د نيولو کره وخت په ډاګه نه کړ او ويې ويل چې فاروقي د ځانمرګو بريدګرو د محاذ له پوځي چارواکو څخه دى او دلاور هم د هغه کس دى.

د لوګر والي ارسلا جمال، په ١٣٩٢ کال کې د لوى اختر په لومړۍ ورځ  د لوګر د  مرکز پُل علم په جامع جومات کې د خبرو پر مهال د چاودنې له امله ووژل شو. په دې چاودنه کې ٢٠ تنه نور ټپيان شوي وو.

ورته موضوع