کابل (پژواک ١١ سلواغه ٩٣): د کابل پوليس وايي، چې د فرانسوۍ مجلې پر ضد لاريون کې د ١٧ پوليسو په ګډون ٢٤ کسان ټپيان شوي دي، خو لاريون کوونکو ددوو کسانو دوژل کېدو خبره کوي.
دغه لاريون د سلواغې په ١١مه، د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو ېک د يوې فرانسوي مجلې له لوري د حضرت محمد ص د کاريکاتور د خپرولو په غبرګون کې پر لاره اچول شوى و، چې وروستو په تاوتريخوالي واوښت.
د کابل ولايت امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه لاريون په پايله کې اوه ملکيان او ١٧ پوليس ټپيان شوي دي.
هغه څرګنده کړه، چې پوليس د لاريون کوونکو له لوري د کاڼو توغولو له امله ټپيان شوي دي.
ستانکزي زياته کړه، چې د يادې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى. د هغه په وينا، دغه پېښه ځاني تلفات نه لري.
عيني شاهدان وايي چې لاريون نن سهار اته بجې د هودخېلو له سيمې پيل شو او لاريون کوونکو هغه مهال پوليسو پر کاڼو وويشتل چې د امنيتي ځواکونو له خوا په قابل باى سيمه کې ودرول شول.
د احمدمختار په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليس شا ته شول او لاريون کوونکو په ساحه کې پاتې رينجر موټر په ډبرو او لرګيو زيانمن کړ.
هغه وايي چې وروسته د لاريون کوونکو له خوا ډزې وشوې او پوليسو هم ډزې وکړې چې په دې ترڅ کې دوه لاريون کوونکي ووژل شول او درې نور ژوبل شول.
خو له دې وړاندې د کابل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې په دې پېښه کې يواځې دوه لاريون کوونکي ژوبل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دا لاريون د قانون خلاف پرته له دې چې امنيتي ځواکونه خبر کړي، د ځينو کسانو له خوا شوى او له فرصت نه په استفادې يې د کلاشينکوف او تومانچې په وسيله پر پوليسو ډزې کړې دي.))
رحيمي زياته کړه چې پوليسو په وخت سره اقدام کړى او لاريون کوونکي يې خواره کړي او دا مهال د اصلي عاملانو چاڼ او تلاشي روانه ده.
له څرخي پله کابل ښار ته راغلى عمومي سړک د لاريون له امله د غرمې تر ١١ بجو پورې د ترافيکو پر مخ تړلى و او وروسته بېرته پرانيستل شوى دى.
تر دې وړاندې هم په کابل او ځينو ولايتونو کې د فرانسوي مجلې د ياد عمل په غبرګون کې سوله ييز لاريونونه شوي، خو دا لومړى ځل دى چې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي.
وروسته له هغه چې تېره مياشت فرانسوي مجلې شارلي ابدو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم کاريکاتور خپور کړ، دوو وسله والو د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د دې مجلې پر دفتر بريد وکړ، د مجلې د څو کارکوونکو په ګډون يې ١٢ کسه ووژل او يو شمېر نور ژوبل شول.
دغه دوه بريدګر چې د پاريس څنډې ته په يوه کور کې له خپلو پنځو برمته کړو سره پټ شوي وو، د پوليسو د شپنيو عملياتو په ترڅ کې له خپلو څلورو تښتولو کسانو سره ووژل شول.
د فرانسوي مجلې دغه کار د دې لامل شو چې د افغانستان د خلکو په ګډون د مسلمانانو غبرګونونه را وپاروي.










