منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“نارينه د واک او تصميم په چارو کې له ښځو سره سپک چلند کوي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

 کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٣): د ” ښځې د سړو له نظره ” په نوم يوه څېړنه کې څرګندوي چې د ښځو پر وړاندې د نارينه وو چلند نهيلي کوونکى، بدبينانه، تريخ او ځپونکى دى.

 د دې څېړنې له مخې چې د افغانستان د ډيموکراسۍ او بشري حقونو سازمان (AHRDO) له خوا له ٣٩٠٠ نارينه وو سره د مرکې پر بنسټ شوې، دوى لنډ فکره، بدګومانه، ترخه او کنټرولوونکي تعريف شوي دي چې  په عمده ډول ښځې تر لاس لاندې بولي او  په تصميم نيولو او واک څرګندولو کې له دوى سره په سپکاوي او يا بې  پروايۍ سره چلند کوي.

 دغه څېړنه د کابل، هرات، باميانو، بلخ او ننګرهار په پنځو مهمو حوزو کې چمتو شوې چې اکثره پوښتل شوي يې له زرو زيات نارينه په کابل او پاتې نور يې په بلخ ولايت کې ٦٠٠ نارينه دي.

د بشري حقونو سازمان د بېلابېلو ټولنو په کچه د کورنيو، ديني بنسټونو، عمومي فضا، بازار له نارينه وو او ورسره اړوند کلتور او دودونو په اړه خېرې کړې او د څېړنې بنسټيزه موخه يې دا ده چې دوى ښځو او د ښځو ستونزو ته په څه ډول ګوري او د ستونزو کومې حل لارې يې ورسره شته دي.

 په هغې ناسته کې چې نن د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسيون، مدني ټولنو، د ملي شورا غړو او د ښځو د ځينو فعالانو له خوا په کابل کې جوړه شوې وه، د ياد څېړنيز راپور د خپرېدو په اړه په کې خبرې وشوې.

 د افغانستان د بشري حقونو او ډيموکراسۍ سازمان اجرايي مشر خدايدار بشارت وويل، څېړنه څرګندوي چې نارينه نه يواځې چې د ښځو پر ټولنيزو جوړښتي او کليدي بنسټونو واک لري، بلکې د هغوى پروګرامونه هم تنظيموي.

 د ولسي جرګې د ښځو چارو مشري نفيسې رضايي وويل چې له ښځو سره چې د ټولنې مهمه برخه جوړوي،  لا هم د دفترونو، وزارتونو او کورنيو په کچه تاوتريخوالى دوام لري او په دې وروستيو کې ټول د ښځو پر وړاندې د ډېرو ناوړه تاوتريخوالي شاهدان دي.

  هغې زياته کړه چې د ښځو د ستونزو لپاره بايد حکومت، ولسي جرګه، بشرپاله مدني او حقوقي بنسټونه يو بل ته لاس ورکړي او بنسټيز او عملي کارونه ترسره کړي.

 د بشري حقونو او ديموکراسۍ سازمان ټينګار کوي چې په افغانستان کې له نړيوالې پانګونې کلونه وروسته افغان ښځې يو حاشيوي ځواک دى.

 دغه سازمان وايي چې نړيوالې مرستې تر ډېره په لنډمهاله پروژو متمرکزې دي او حکومت د غبرګونونو له وېرې د داسې جوړښتونو له ورکړې ډډه کوي چې ښځې له نارينه تبعيت او اصلي تحولاتو څخه بهر ساتي.