کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٣): په کابل کې ښځو لاريون وکړ او د ولسي جرګې له خوا د ښځينه نوماند وزيرانو په رد د نيوکې تر څنګ يې د نوې کابينې په جوړښت کې د څلورو وزارتونو غوښتنه وکړه.
څه باندې سلو ښځو نن سهار د ښځو چارو وزارت له مقره تر زنبق څلورلارې پورې لاريون وکړ او د (په کابينه کې د ښځو ونډه کمه ده، د ښځو رول دې پياوړى شي، موږ له دولت خيرات، نه خپل حق غواړو) شعارونه يې ورکول.
دوى وويل چې بايد د نوې کابينې په ترکيب کې څلور ښځينه نوماند وزيرانې ملي شورا ته ور وپېژندل شي، که نه له دې پرته به د ملي شورا راتلونکو ټاکنو ته رايه ورنه کړي.
د افغانستان د ښځو شبکې مشرې او د لاريون ګډونوالې حسينې صافۍ وويل ښځو د ولسمشرۍ د روان کال ټاکنو کې ٣٨ سلنه ونډه درلوده او بايد چې په کابينه کې يې رول روښانه شي.
مېرمن صافۍ زياته کړه: ((که چېرې نوماندې ښځينه وزيرانو بېرته ولسي جرګې ته ور ونه پېژندل شي، دوى ته د باور رايه ورنه کړي، په حکومت کې به د ښځو رول صفر وي او موږ ښځې به د ملي شورا په ټاکنو کې رايه ورنه کړو.))
دا په داسې حال کې ده چې د نوې کابينې د ٢٤ نوماند وزيرانو له ډلې د ښځو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ او لوړو زده کړو وزارتونه ښځو ته ورکړل شوي وو، خو دغه نوماندانې د ولسي جرګې له خوا د لوړو زده کړو د اسنادو د نشتوالي او دوه ګوني تابعيت له امله رد شوې.
د ښځو د حقونو فعالې او لاريون کوونکې روشن څېړن د ولسي جرګې له خوا د ښځينه وزيرانو پر رد نيوکه وکړه او ويې ويل چې بايد د هغوى پر ځاى ښځينه نوماندانې معرفي شي، ولسي جرګه دې د باور رايه ورکړي او پر ځاى يې دې ښځې نه ورپېژندل کېږي.
هغې زياته کړه چې که چېرې کابينه پر څلورو برخو ووېشل شي، نو د ښځو ونډه په کې ٣٨ سلنه ده، يانې د کابينې له ٢٥ وزيرانو څخه بايد شاوخوا ٩ ښځينه وزيرانې وي.
لاريون کوونکو د څلورو وزارتونو لپاره د ٢٠ مېرمنو لېست هم حکومت ته وړاندې کړى چې په کې د ښځو چارو وزارت مرستياله مژګان مصطفوي، د همدغه وزارت سلاکاره ډاکټره عالمه، مالي او اداري مرستياله فوزيه حبيبي، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د کمېشنرې ثريا صبحرنګ، د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې صفيې صديقي او د هېواد يواځېنۍ ښځينه پراشوتيسټې جنرال خاټول نومونه په کې شامل دي.
د ويلو ده چې تېره اوونۍ د عدالت او مشارکت په نامه يوه بنسټ هم په نوې کابينه کې ښځو ته يو پر درې څوکيو د ورکړې غوښتنه کړې وه.










