منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

وردګو په خپل لګښت د پوهنتون ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٣): د وردګو ولایت قومي مشرانو، په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازو او مدني فعالانو د یکشنبې په ورځ په خپل لګښت د دې ولايت لپاره منظور شوي پوهنتون ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې.

د ودانۍ د بنسټ ډبره، نن د ميدان وردګو د ټوپ دښتې په سيمه کې کېښودل شوه.

د ميدان وردګو مدني فعالانو، قومي مشرانو  او د ولسي جرګې غړو د لوړو زده کړو وزارت پر چارواکو له دې امله نيوکه وکړه، چې د پوهنتون د ودانۍ په جوړولو کې يې ډېر ځنډ وکړ.

دوى ژمنه وکړه، چې دغه کار ته به په خپله اوږه ورکړي.

په ولسي جرګه کې د وردګو استازي عبیدالله کليمزي وویل، لومړی به د وردګو د لوړو زده کړو د موسسې تر شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه د احاطې چاپېرولو چارې بشپړې او ورسره به د کرنې پوهنځي لپاره یوه ودانۍ هم ورغېږي.

د ده په وینا، د وردګو خلکو د پرله پسې غوښتنو پر بنسټ، قومي مشران او د خلکو استازي اړ شول، چې د پوهنتون جوړولو لپاره له ملي سوداګرو او خلکو مالي مرسته وغواړي ،چې هغوى هم د مرستې لپاره ټټر وډباوه.

قومي مشر حاجي وحیدالله د عملي کار د پیل پر مهال وویل، د وردګو قومي مشران په خپله د پوهنتون لپاره د یوې ودانۍ جوړولو لګښتونه پر غاړه اخلي او د سوداګرو او نورو اشخاصو او بنسټونو له مرستې به یې ورغوي.

د نوموړې په خبره، د کرنې پوهنځي لپاره د ودانۍ جوړول نږدې یو میليون ډالرو ته اړتیا لري، چې مدني فعالانو ورته تراوسه نږدې ٢٠٠زره ډالر مرسته را ټوله کړې ده.

دغه ودانۍ به په راتلونکو پنځه میاشتو کې بشپړه شي او د دغه ولایت کرنې پوهنځي ته بریالي کېدونکی سل کسان به یې لومړني محصلین وي.

مدني فعالانو وویل، دوی غواړي د پوهنتون تر ځمکې د احاطې چاپېرولو چاره هم د پوهنځي لپاره له ودانۍ سره په یو وخت پیل کړي؛ خو د لګښتونو د کموالي له امله یې پرېکړه کړې، چې تر احاطه به یواځې یو ژوره کنده وباسي او د ودانۍ چارې به یې لومړیتوب وي.

د وردګو خلکو د دغه کار هرکلی کړی او سلګونه کسانو د پوهنتون جوړولو لپاره د حشر چمتووالی ښودلی دى.

د وردګو د لوړو زده کړو موسسه، تېر کال د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې منظوره شوې، چې د ۲۰۱۴ کال د کانکور په کود رشته کې شامله او راتلونکی کال به د کرنې پوهنځي سل محصلین ولري