کندهار ( پژواک، ١٠ کب ٩٣ ) : له کندهار ښار څخه ٣٥ کيلومتره لرې د ډنډ ولسوالۍ په سوېلي برخه کې د رېګ پراخه سيمه په دې وروستيو کې په يوه لوى مېله ځاى اوښتې او د رخصتيو په ورځو کې ورته په زرګونو خلک د تفريح لپاره راځي.
دغه سيمه چې د خلکو تر منځ يې د “رېګ” په نوم شهرت موندلى، کلونه وړاندې يوه له پامه لوېدلې سيمه ګڼل کېده او ان خلکو په کې د وېرې احساس کاوه، خو اوس کټ مټ د عربو د رېګستانونو په څېر د ساعت تېرۍ او سيل په ځاى بدله شوې ده.
په دې سيمه کې له رېګ پرته بل څه په نظر نه راځي او چې څومره د سترګو ليد کار کوي، هر لوري ته يواځې د رېګو لوړې او ټيټې تپې ښکاري، چې زرګونه خلک په کې د موټرو د ځغلولو تر څنګ بېلابېلې نورې مېلې جوړوي.
دې سيمې ته له هغه وروسته د مېله کوونکو او سيلانيانو پام ور واوښت چې د طالبانو اداره له منځه لاړه او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نوې اداره جوړه شوه.
د خلکو په باور، په همدې کلونو کې د خلکو په اقتصادي وضعيت کې ژور بدلون راغى، ډېرو خلکو دوبى او نورو عربي هېوادونو ته د سفرونو پر مهال وليدل چې خلک د سيل او تفريح لپاره رېګستانونو ته ځي او په رېګو کې د موټرو د ځغاستې سيالۍ کوي.
د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى ليکوال او شاعر عبدالواسع هڅيال همدا خبره کوي.
دى وايي، رښتيا هم تر دې وړاندې د ډنډ ولسوالۍ د رېګ سيمې ته د خلکو ور پام نه و، دې سيمې ته د طالبانو له سقوط وروسته په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې پام ور واوښت.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو څو کلونو کې د خلکو په اقتصادي وضعيت کې بدلون راغى، ډېرو يې دوبى او نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل او هلته يې وليدل چې خلک رېګستانونو ته د مېلو لپاره ځي او د موټرو ځغلولو سيالۍ کوي.
د دې تر څنګ هڅيال زياته کړه چې رېګ ته څېرمه د ابراهيم خليفه بابا په نوم د يوه شېخ او پير زيارت شتون هم دې سيمې ته د مېله کوونکو ورتګ زيات کړى دى.
هغه وايي، د کندهار خلک زيارتونو ته له ورتګ سره ډېره علاقه لري، په دې سيمه کې د ابراهيم خليفه بابا زيارت له تېرو شاوخوا ٢٥٠ کلونو را هيسې ودان دى، چې په دې وروستيو کې خلک هم دغه زيارت او هم رېګو ته د مېلو لپاره ځي.
ده زياته کړه، لکه څنګه چې څرګنده ده په رېګو کې عام موټر ښه تګ نه شي کولاى، په همدې بنسټ دلته هم خلکو هغه ځانګړي موټر لکه کروزين ، جيپ، سرف، لينډکروزر پيدا کړل چې په رېګو کې ښه تګ کولاى شي.
د نوموړي په وينا، اوس هره جمعه او د رخصتيو په نورو ورځو کې زرګونه ځوانان يو له بل سره په سيالۍ په رېګو کې د موټرو ځغلولو سيالۍ کوي او لوړو تپو ته موټر پورته کوي.
دى وايي، په رېګو کې د موټرو ځغلولو سيالي د خلکو لپاره نوې ده، نو ځکه يې د سيل او نندارې لپاره له بېلابېلو ولسواليو او ان له نږدې ولايتونو څخه زرګونه خلک راځي.
هڅيال وويل، که څه هم د رېګ په سيمه کې ډېر تمرکز د موټرو ځغلولو پر سيالۍ وي، خو د دې تر څنګ دغلته ګڼې نورې مېلې لکه خوسى، غېږ نيونه، توپ ډنډه او نورې هم تر سره کېږي.
دى وايي، ډېرى خلک رېګ ته له ځان سره پاخه شوي خوراکي توکي راوړي او يا هم په دې سيمه کې د ډورۍ په نوم سيند کې ماهيان نيسي او همالته په ګډه پخلى کوي، چې دې ټکي هم د مېلې خوند او رنګ زيات کړى دى.
د امان الله په نوم يو ځوان چې له خپلو اتو ملګرو سره رېګ سيمې ته د مېلې لپاره راغلى و، پژواک اژانس ته وويل، خلک په هر موسم کې دلته د مېلې لپاره راځي، خو د پسرلي او ژمي په موسم کې چې باران اورېدلى او رېګ لوند شوى وي، ډېر راځي.
دى وايي، دې سيمې ته هغه مهال د مېله کوونکو راتګ نور هم زيات شو، چې له کندهار ښار څخه ډنډ ولسوالۍ ته غځېدلى سړک پوخ شو.
د نوموړي په وينا، دلته خلک د رخصتيو په ورځو کې سهار مهال راځي او تر مازديګر پاتې کېږي او د موټرو د ځغلولو تر څنګ بېلابېلې مېلې کوي، څوک غېږې نيسي، څوک ورقې(پرې) کوي، څوک جاپانى(د موسيقۍ يوه سيمه ييزه اله) او دريا ږغوي او نندارچيان خوشحالي کوي.
هغه زياته کړه ، دا مېله په خپله د رېګ سيمې اوسېدونکو ماشومانو او ځوانانو ته هم ډېره په زړه پورې وي، ځکه هم ننداره کوي او هم د خپلو کورنيو لپاره يوه اندازه پيسې ګټي او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې په خپلو لاسونو بېلابېل خوراکي توکي د پلور لپاره ګرځوي.
د شمس الله په نوم يو بل تن له خپلو ګڼو ملګرو سره يو ځاى له سپين بولدک ولسوالۍ څخه دې سيمې ته د مېلې لپاره راغلى ، دى وايي: ((اوس خو زړونه له غمونو ډک دي، دلته راغلي يو چې د څو شېبو لپاره خپل پام غلط کړو.))
نوموړى بيا په دې باور دى چې د امنيت له ښه کېدو سره اوس نه يواځې د کندهار په رېګ، بلکې په ډېرو نورو سيمو کې هم د رخصتيو په ورځو کې مېلو زور اخيستى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((له خپلو ملګرو سره يو ځاى مې د موټرو ځغلولو په سيالۍ کې برخه واخيسته او خپل سرف موټر مې څو ځله د رېګو لوړو تپو ته پورته کړ.))
د ده په خبره، په رېګو کې د موټر ځغلول اسانه کار نه دى، بلکې خاص مهارت او زړه ورتيا غواړي، ډېر مهال د موټر ټايرونه په رېګ کې ننوځي او بندېږي، چې بيا د ټراکټور په وسيله را ايستل کېږي.
دى وايي، د ريګ سيمې ډېرى هغه اوسېدونکي چې ټراکټورونه لري، د مېلو په ورځو يې خپل ټراکټرونه همدلته اماده درولي وي، کله چې کوم موټر په رېګ کې بند شي، نو هغوى يې راباسي او له دې لارې له ٣٠٠ تر ٥٠٠ افغانۍ پيدا کوي، چې دا د هغوى لپاره ښه اقتصادي ګټه ده.
له دې سره په څنګ کې د رېګ سيمې هغه اوسېدونکي چې د لارې په اوږدو او په دې سيمه کې د خوراکي توکو پلورنځي لري، ډېر خوشحاله دي او وايي، له هغه وروسته چې دې سيمې ته خلک د مېلو لپاره راځي د هغوى کاروبار ورسره ښه شوى دى.
د رېګ سيمې يوه اوسېدونکي تور جان پژواک اژانس ته وويل: ((زه په خپل دوکان کې د تازه او وچې مېوې ترڅنګ بېلابېل نور خوراکي توکي خرڅوم او د نورو ورځو په نسبت مې په هغو ورځو کې ښه سودا کېږي چې خلک رېګ ته د مېلې لپاره راځي.))
دى وايي، د مېلو په ورځو کې د دوکان تر څنګ خپلو اولادونو ته هم خوراکي توکي د خرڅلاو لپاره ورکوي، چې هغوى يې بيا په خپلو لاسونو کې په مېله ځاى کې پر خلکو ګرځوي او پلوري يې چې دې کار يې هم ګټه زياته کړې ده.
نوموړى زياتوي، امنيت تر ټولو لوى نعمت دى، که امنيت سم وي، نو هم به مېلې وي او هم به د خلکو ژوند ښه وي.
د يادونې ده چې په کندهار کې ډېر خلک د ارغنداب باباولي زيارت، په خاکرېز کې د شا اغا زيارت، په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند او ګڼو نورو سيمو ته د مېلو لپاره ځي، خو په دې وروستيو کې رېګ سيمې تر نورو ډېر مېله کوونکي موندلي دي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دواخان مينه پال وايي، له عربي هېوادونو، په ځانګړې توګه له متحده عربي اماراتو څخه په الهام اخيستو د کندهار رېګستان ته هم د خلکو پام ور اوښتى او هلته د موټر ځغلولو تر څنګ ډول ډول مېلې کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، دې سيمې ته په ټوليزه توګه د ژمي او پسرلي په موسم کې په زرګونه کسان د مېلې لپاره راځي، ځکه د دوبي په موسم کې د ډېرې ګرمۍ له امله رېګ ګرم وي او د مېلې او تفريح لپاره مساعد نه وي.
د نوموړي په وينا، په داسې يوه ټولنه کې چې خلکو په پر له پسې توګه جګړې او ناامنۍ تجربه کړې وي، د کار او روزګار تر څنګ سالمه بوختيا او تفريح د ځوانانو پر ذهنونو مثبت اغېز کوي او هغوى له جرمونو او نورو بې لاريو راګرځوي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي، په ډنډ ولسوالۍ کې، چېرې چې د رېګ سيمه ده، له پخوا څخه په کې امنيتي وضعيت ښه دى.
هغه زياته کړه، په هغو ورځو کې چې خلک رېګ سيمې ته د مېلې لپاره راځي پوليس د لارې په اوږدو او په خپله د رېګ په سيمه کې خپل فعاليتونه نور هم ډېروي، تر څو مېله کوونکي د امن په فضا کې تفريح وکړي.










