منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ګردېز -لوګر لويه لاره جدي ترميم ته اړتيا لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

ګردېز (پژواک، ١٢ کب ٩٣): د پکتيا ولايت چارواکي او اوسېدونکي وايي چې د ګردېز- لوګر لويه لاره د باروړونکو موټرو د تګ راتګ له امله ډېره تخريب شوې او جدي ترميم ته اړتيا لري.

دوى وايي چې که ددې سړک د ترميم لپاره ژر ګام پورته نه شي، نو بيا به يې جوړول د نوي سړک جوړولو هومره پيسو ته اړتيا ولري.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي چې د سړک خرابولي د پکتيا خلک او موټر چلوونکي له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

 منګل وايي: “دې لويې لارې درزونه کړي او ان تر لوګره پورې خرابه شوې ده.”

د کابل-ګردېز لويه لاره چې ١١٨ کيلو متره اوږدوالى لري، شپږ کاله وړاندې د يوه ترکي ساختماني شرکت له خوا جوړه شوه.

دا سړک د هېواد له يو څه معياري سړکونو ګڼل کېږي، خو په دې وروستيو کې له ګردېز څخه تر لوګره پورې ځاى ځاى چاودېدلى او د لوړ وزن موټرو د تګ راتګ له امله پړسېدلى دى.

منګل وايي، که ددې سړک د بېرته ترميمولو لپاره حکومت لاس په کار نه شي، نو په نږدې راتلونکي کې به له کاره ووځي.

د ولايتي شورا غړي له اړونده دولتي ادارو غواړي چې د سړکونو د ساتنې په موخه پر موټرو کنټرول وساتي او هغو موټرو ته د تګ اجازه ورنه کړي، چې د توکو وزن يې له ټاکل شوي معيار څخه ډېر وي.

د کابل-ګردېر د لويې لارې يو موټر چلووونکى زين الله وايي چې که د سړک خرابوالى له يوې خوا په تګ راتګ کې د ځنډ لامل کېږي، له بلې خوا موټرو ته هم زيان رسوي.

زين الله چې پر دې لاره د سپرليو موټر چلوي وايي  چې که دولت پر وخت دې سړک ته پاملرنه ونه کړي، نو بيا به يې ترميم د نوي سړک د جوړولو په بيه ورپرېوځي.

زين الله وايي چې که څه هم د ګردېز-کابل سړک د هېواد نورو سړکونو ته په کتو په ښه معيار جوړ شوى وو، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله يې عمر لنډ شو.

 دى وايي چې که حکومتي ادارې د باروړونکو موټرو د اضافي وزن مخه نيولې واى، نو اوس به سړک په دې حال کې نه واى.

د پکتيا د فوايد عامې رييس انجنير عبدالله درانى وايي چې د ګردېز-کابل د لويې لارې د خرابوالي لامل د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي موټرو تګ راتګ دى.

د دراني په خبره، له خوست، پکتيا او پکتيکا څخه ددغو ځواکونو د تدارکاتو موټرو په ډېر وزن له دې لارې تګ راتګ کړى چې د سړک د “څه ناڅه خرابوالي” لامل شوى دى.

خو د پکتيا د فوايد عامې رييس وويل چې له دې پرته يې د عامو وګړو د باروړونکو موټرو وزن کنټرول کړى او هېڅ موټر ته يې له اضافي وزن سره د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي وويل، د فوايد عامې رياست په پام کې لري چې د باروړونکو موټرو د وزن د کنټرول لپاره د پټان په سرحدي ولسوالۍ او د خوست-ګردېز په لويه لاره کې د لوړ تناژ ترازوګانې نصبې کړې دي.

د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي، چې ددې سړک د ترميم لپاره به ډېر ژر ګام پورته کړي.

ددې وزارت مرستيال انجنير احمد شاه وحيد چې څو ورځې وړاندې يې له پکتيا څخه ليدنه کړې پژواک خبري اژانس ته وويل: “ما او زموږ تخنيکي ټيم په خپله په دې سړک کې راپيدا شوې ستونزې وليدلې، د ترميم لپاره يې حتمى اقدام کوو.”

وحيد وايي چې د ګردېز-کابل لويه لاره د افغانستان له مهمو لارو څخه بلل کېږي او د فوايد عامې وزارت د حفظ او مراقبت په پلان کې شامله ده ، چې خامخا به ترميم شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ګردېز- پټان ولسوالۍ د ١٠٥ کېلومتره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې دي.