واشنګټن (پژواک، ١٣ کب ٩٣): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ د افغانستان لومړۍ ښځينه پيلوټې ته د زوړرتيا جايزه ورکول کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هر کال د نړۍ لسو ښځو ته چې د ښځو د حقونو او د ښځو د خدمتونو په برخه کې يې د پام وړ فعاليتونه کړي وي، د زړورو ښځو جايزې ورکوي.
د دې جايزې لپاره هغه مېرمنې ټاکل کېږي چې په دې برخه کې يې ځانګړى جرئت، مېړانتوب ښودلى وي، د ښځو د حقونو لپاره يې ډېره مبارزه کړې وي او خپل ژوند يې په خطر کې اچولى وي.
د دې جايزې لپاره، په ټاکل شوو لسو مېرمنو کې سږ کال د افغانستان لومړۍ ښځينه پيلوټه بريدمنه نيلوفر رحماني هم شامله ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د کب په ١٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن رحماني په ١٨ کلنۍ کې د افغانستان له هوايي ځواک سره يو ځاى شوه او د پيلوټۍ زده کړې يې پيل کړې.
سرچينې زياته کړې چې نوموړې تېر کال د بريدمنې په رتبه کې د پيلوټۍ له زده کړو فارغه شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د زده کړو پر مهال مېرمن رحماني ته د وسله والو طالبانو او د هغوى د ځينو خپلوانو له خوا ګواښونه هم شوي دي.
د يادونې ده، تېر کال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په کابل کې د ملالۍ روغتون مشرې ډاکټر نسرين اورياخېل ته د زړورتيا جايزه ورکړې وه.










