کابل (پژواک ١٤ کب ٩٣): يو شمېر چادري لرونکو سړيو د “موږ هر ډول تاوتريخوالي ته نه وايو” تر شعار لاندې په کابل ښار کې په لاريون لاس پورې کړ، خو يوه ديني عالم او د کابل يو شمېر اوسېدونکو بيا د دوى دغه عمل سخت وغانده.
د “افغانستان د سولې رضاکارانه بنسټ” شاوخوا ٢٠ سړيو نن په کابل کې د چادريو په اغوستو سره د پل سرخ له څلورلارې نيولې، د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون تر دفتره لاريون وکړ.
د دغو چادري لرونکو کسانو له ډلې يې علي رضا اسا وويل: ” موږ د چادريو په اغوستو سره غواړو چې له هغو ښځو سره چې کلونه کلونه يې چادرۍ په سر کړې، خپله همدردي وښيو او هغوى ته ووايو چې موږ ستاسو شريک درد يو، چې چادرۍ کلونه درباندې تحميل شوې او د دغو چادريو لاندې يې ساه ګانې ايستې او ډېرې ستونزې يې ګاللې دي.”
د دغو کسانو له ډلې يې عبدالبصير هم وويل: ” دغه حرکت د نړۍ ښځو ته دوه پيغامونه لري، يو دا چې ښځې د سړيو له لوري د تحميلي چادرۍ په اغوستو سره څه احساس کوي او بل دا چې د ښځو له نړيوالې ورځې (٨ مارچ) څخه نمانځنه د هغو ښځو لپاره نه ده چې د تاوتريخوالي نښه ګرځېدلي دي.”
د هغه په وينا، هغه ښځې چې د تاوتريخوالي موخه ګرځي، چادرۍ لرونکې ښځې دي چې په سړکونو او لارو ګرځي، نه هغه ښځې چې انټرکانټينينټال کې ورته پروګرامونه نيول کېږي.
همدارنګه د مسعود په نوم يوه بل چادري لرونکي سړي وويل: ” تر چادرۍ لاندې ژوند کول سخت کار دى او ما د چادرۍ په اغوستو سره د زنداني کېدو احساس وکړ.”
خو د شمس الرحمن په نوم يوه ديني عالم د يادو چادري لرونکو کسانو د لاريون په اړه وويل، هغه کسان چې د اعتراض او له ښځو سره د همدردۍ لپاره د ښځو جامې او چادرۍ اغوندي، د شريعت خلاف کار دى.
نوموړي وويل: ” له ښځو سره همدردي په دې پورې نه ده منحصره چې يو سړى د اسلام، عنعناتو، حدودو او د افغاني فرهنګ خلاف د ښځو چادرۍ پر تن کړي او لاريون وکړي او وايي، چې زه له ښځو سره همدردي ښکاره کوم.”
هغه څرګنده کړه: “دا هغه بې غيرته سړي دي چې د ښځو حقونه او ارزښتونه نه پېژني، ځکه حجاب هيڅکله هم له تحصيل سره په ټکر کې نه ده او حجاب هيڅکله هم ظلم نه دى، بلکې بې حجابي او بې عفتي ظلم دى، حجاب د ښځو لپاره خونديتوب دى او حجاب که هر څومره ډېر مراعات شي نو هغومره پرې ښځه خوندي او ساتلې وي.”
د هغه په وينا، چادري په افغانستان کې له پخوا راهيسې دود ده او افغان ښځې ترې د حجاب په توګه ګټه اخلي.
هغه د يادو فعاليتونو په اړه جزييات وړاندې نه کړل او زياته يې کړه: ” که چېرې دغه سړي په حقيقت سره د ښځو خير غوښتونکي وي او له ښځو سره همدردي ښيي نو له خپلو خويندو، ښځو، ميېندو او ګاونډيو سره دې ښه چلند وکړي.”
همدارنګه هغه وويل، چې په هېواد کې زرګونه کونډې او بې وزله ښځې شتون لري او که چېرې دغه سړي له دوى سره مرسته کول غواړي نو لاړ دې شي له دوى سره دې همکاري او همدردي وکړي.”
همدارنګه د کابل ښار د کلا زمان خان يوې اوسېدونکې ٢٩ کلنې نيلاب وويل، چې په خپلې خوښې سره چادري پر سر کوي، په چادرۍ کې ځان ښه احساسوي او چادري هيڅکله هم پرې نه ده تحميل کړل شوې.
نيلاب زياته کړه: ” چادرۍ موږ ته زموږ له نياګانو په ميراث پاتې شوې او څوک چې د چادريو په اړه څه وايي، ښه کار نه کوي، هر هېواد د ځان لپاره يو فرهنګ او عنعنه لري او بايد مسخره نه شي.”










