کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٣): ولسمشر مېرمن رولا غني د ښځو په برخه کې شوي پرمختګونه هيله بښونکي بولي او وايي چې ښځې غښتلې دي او بايد يواځې د درناوي وړ ونه ګرځي، بلکې د تصميم نيوونکې او مسووليت منونکې په توګه ورڅخه ملاتړ وشي.
هغه نن د ښځې د نړيوالې ورځې (د مارچ اتمه) په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل چې افغان مېرمنو پر ستونزو، جګړو او نا امنيو سربېره په وروستيو کلونو کې خپل مسووليتونه په بېلابېلو برخو کې په اړين ډول مخته وړى دى.
مېرمن غني زياته کړه: ((ښځې په ډېرو کمو امکاناتو خپل ژوند سمبالوي او په تنظيم او ترتيب کې يې ونډه اخلي، په حقيقت کې ښځه خپلو اولادونو او راتلونکي نسل ته سالمه روزنه ورکوي، زړه سواندې مورګانې سالم او پياوړي اولادونه روزي، ښځې په محبت او صبر سره په کور کې د ارامۍ سبب ګرځي.))
د ولسمشر مېرمنې زياته کړه: ((لا هم د ښار او کلو ښځې سره توپير لري، اړينه ده چې له ټولو ښځو ملاتړ وشي، دوى ټولې کولى شي چې پرمختګ وکړي او هېڅ کومه ښځه پر محروميت نه ده محکومه، ښځې کولى شي چې درس ووايي، علم حاصل کړي، ښځې کولى شي چې کار وکړي او د پانګې خاوندانې شي.))
د ښځو چارو وزارت سرپرستې سعيدې مژګان مصطفوي په دې غونډه کې وويل چې په تېرو ١٣ کلونو کې د لاسته راوړنو ترڅنګ کړنلارې، مقررې او ښې پاليسۍ د ښځو د وضعيت په برخه کې طرحه، تصويب او پلې شوې چې د بېلګې په ډول له ښځو سره د تاوتريخوالي د منع قانون، له يتيمو ماشومانو د سرپرستۍ قانون، د حمايوي مرکزونو مقرره او د تبعيض د منعې مقرره يادولى شو.
د قضا په عالي شورا کې د يوې ښځې شتون، د بوديجې په ملي کمېټه کې د ښځو وزارت غړيتوب، د وزيرانو شورا په کمېټو کې د جندر کمېټې (د ټولنيز جنسيت مساوات) رامنځته کول، د کورنۍ د قانون تصويب، د تبعيض د منعې مقرره، د کار او زده کړې په چاپېريال کې د نجونو د ازار او ځورونې د ممانعت مقرره، په ولايتونو کې په ښوونيزو، تحصيلي، حقوقي او عدالت غوښتنې برخو او کار ځايونو کې ښځو ته د سيمه ييزو امتيازاتو ورکړه او ورته نور موضوعات د ښځو هغه غوښتنې وې چې ولسمشر ته يې وړاندې کړې.
سږ کال د مارچ اتمه نېټه داسې مهال لمانځل کېږي چې د ښځو چارو وزارت له خوا خپرې شوې شمېرې څرګندوي چې سږ کال له ښځو سره د تاوتريخوالي څه باندې ٤ زره پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې پر ١١٠ ښځو او نجونو جنسي تېري شوي او ځينې يې وژل شوې هم دي.
وژنې، وهل ډبول، د زور ودونه، طلاق، له کوره تېښته، نفقه نه ورکول، په بدو کې ورکړه او ورته نور تاوتريخوالي د دغو مواردو نورې برخې دي، خو د ښځو چارو وزارت ټينګار کوي چې د تاوتريخوالي او پر ښځو د جنسي تېري عاملانو ته دې سخته جزا ورکړل شي.










