منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“هغه وخت رارسېدلى چې د جنډر برابروالي ته د رسېدلو هڅې ګړندۍ کړو”

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک ١٤ کب ٩٣): د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې اجراييه مشرې د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د جنډر د برابروالي په برخه کې له ځنډ پرته بنسټيز ګامونه واخلي، څو له ٢٠٣٠ کال واندې بشپړې برابروالي ته ورسېږو.

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې اجراييه مشرې، مېرمن فومزيلي ملامبو نګوکا، د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت رسنيو ته په خپله ليکنه کې هغو راز راز پرمختګونو ته، چې د بېجنګ د ۱۹۹۵ کال له کنفرانس څخه راپدېخوا رامنځته شوي دي، کتنه کړې ده.

په دې ليکنه کې د ښځو او نجونو په ژوندانه کې د بدلون د راوستلو د لړۍ د ګړندي کولو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه شوې ده.

هغې د هغو ژمنو د نوي کولو پر اړتيا باندې ټينګار کړى، چې په ۱۹۹۵ کال کې د نړۍ د مشرانو له خوا شوې وې او په ټينګه يې يادونه کړې، چې د جنډر د برابروالي د ترلاسه کولو لپاره بايد يوه وروستۍ موخه په ګوته شي.

د بنسټيزو بدلونونو په را منځ ته کولو باندې د ټينګار تر څنګ، نوموړې غوښتنه کړې ده، چې ټولې دغه چارې په راتلونکو پنځو کلونو کې رادمخه کړاى شي، څو له ۲۰۳۰ کال څخه وړاندې په بشپړه توګه د جندر برابروالى ډاډمن شي.

د دې ليکنې يوه کاپي پژواک خبري اژانس ته هم رالېږل شوې چې په لاندې کرښو کې يې بشپړ متن وړاندې کېږي:

که چېرې د نن ورځې د تازه خبرونو سرليک ته يو ځغلنده نظر واچوو او يا هم د يوټيوب وېبپانې نويو انځوريزو ټوټو ته يوه کتنه وکړو، کېداى شي د ښځو نړيواله ورځ د ښځو د برابرۍ د نمانځنې لپاره يو نامناسب فرصت په نظر راشي، خو د ورځنيو بېرحميو، تاوتريخوالي او بدو کړنو له ټولو دغو راپورونو سره سره يو بل واقعيت هم شتون لري او هغه دا چې، اوس له پخوا څخه ډېر شمېر نجونې ښوونځيو ته ځي او يو زيات شمېر يې خورا لوړې زده کړې کړې دي؛ اوس د ميندو د مړينې کچه په تاريخ کې له هر بل وخت څخه را ټيټه شوې ده؛ اوس ډېر شمېر ښځې د رهبرۍ په موقف کې دي، اوس د هغو ښځو شمېر چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره را ولاړېږي، خپل غږ پورته کوي او د اقداماتو غوښتنه کوي هره ورځ د ډېريدو په حال کې دي.

شل کاله پخوا، د سپټمبر په مياشت کې، د بېلابېلو هېوادونو په زرګونو استازو د ښځو په اړه د نړۍ څلورم تاريخي کنفرانس په لوړو ولولو او احساساتو پاى ته ورساوه. د ځينو په منځ کې خورا لوړې ولولې را څرګندې شوې وې، چې ګواکې ښځو يوه ستره بريا ترلاسه کړه. پرته له شکه، هغه وخت موږ يوه ډېره لويه بريا ترلاسه کړې وه – د نړۍ ۱۸۹ رهبرانو ژمنه وکړه، چې هېوادونه به يې بې ساري اقدامات تر لاس لاندې ونيسي. هغوى په مهمو برخو کې سترې خو په ورته وخت کې واقعيت ته نږدې ژمنې وکړې او د پلي کېدلو لارې چارې يې په ډاګه کړې.

که هېوادونو پر خپلو ټولو دغو ژمنو وفا کړې واى، موږ به د جنډر د برابراۍ په برخه کې د هغو پرمختګونو په پرتله چې تر نن ورځې حاصل شوي دي، خورا ډېر پرمختګونه به مو په نصيب شوي واى. په هغه صورت کې موږ به اوس کولاى شول چې د ژوندانه په نورو برخو کې د ښځو د برابرۍ په هکله خبرې وکړو، چې په پايله کې به يې په دې توانېدلو چې يوه سوکاله، اباده او سوله ييزه نړۍ ولرو.

د جنډر د انډول په لور د نن ورځې د سوکه او نامنظمو پرمختګونو په پام کې نيولو سره، ويلاى شو چې موږ په ذهن کې د دغه فکر په لرلو سره چې وکړاى شو په راتلونکو شلو کلونو کې يو رژيم چې د جنډر د نه برابروالي او ظلم او زياتي پر بنسټ ولاړ وي او په ځينو مواردو کې په زرګونو کلونو تاريخي مخينه هم ولري، له منځه يوسو، نو ډېره لويه موخه به مو ځان ته ټاکلې وي او له حده ډېره توقع به مو کړې وي.

خو د پورتنيو نورو مواردو په پام کې نيولو سره، ايا موږ په رښتيا سره له حد څخه ډېره غوښتنه کړې وه؟ دا څه ډول نړۍ ده چې موږ په کې ژوند کوو چې نيمايي وګړو ته يې تر ډېره بريده د دويمې درجې مقام ورکوو او لږ تر لږه يې په غلامۍ او مريي توب نيسو؟ د نړۍ د ښځو د وړتياوو رابرسېره کول به څومره لګښت ولري؟ او کومې سوکالۍ به زموږ په نصيب شوې واى، که چېرې د نړۍ رهبرانو په رښتيا سره د عمل هغه کړندود ته، چې د بيجنګ په کنفرانس کې تصويب شو، د خپلو هېوادونو د اتباعو د نوې راتلونکې په لور د يوې مناسبې پانګونې په سترګه کتلې واى. ولې هغوى خپلې ژمنې تر سره نه کړې؟

ځينې ښځې خورا مهمو څوکيو ته رسېدلې دي. په ۱۹۹۰ کال کې ښځو د ۱۲ هېوادونو مشري کوله، خو دغه شمېره په ۲۰۱۵ کال کې ۱۹ تنو ته لوړه شوه، خو د نړۍ نور رهبران نارينه دي. د پارلمان له هر ۱۰ غړو څخه ۸ يې اوس هم نارينه دي.

د ميندو د مړينې په کچه کې ۴۵ سلنه کموالى راغلى دى؛ خو زموږ د نظر وړ سلنه د ۲۰۱۵ کال لپاره ۷۵ سلنه وه. اوس هم ۱۴۰ ميليونه ښځې د کورنۍ د تنظيم پروګرامونو ته لاسرسى نه لري. د ۲۰۱۵ کال لپاره زموږ موخه دا وه چې کورنيو پروګرامونو ته لاسرسي نړۍ شموله کړو.

ډېر شمېر نجونې ښوونځي ته ځي او ډېرې يې د خپلو زده کړو د بشپړولو په حال کې دي؛ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په پراخه کچه د لومړنيو زده کړو په کچه د جنډر تشې ډکې کړې دي، خو د هلکانو او نجونو د لاسته راوړنو ترمنځ د پام وړ توپير لاهم شتون لري.

اوس له پخوا څخه ډېر شمېر ښځې کار کوي: شل کاله پخوا ۴۰ سلنه ښځې د مزد يا معاش په بدل کې په کار ګومارل شوې وې، خو نن ورځ دغه شمېر ۵۰ سلنې ته رسېدلې ده. خو له دې سره سره بيا هم، که همداسې پر مخ ولاړ شو، څه د پاسه ۸۰ کلونه به ونيسي، څو موږ د کار او کارموندنې په برخه کې برابرۍ ته ورسېږو او څه د پاسه ۷۵ کلونه به مو په کار وي، چې مزد يا معاش انډوليزه شي.

سږنى کال د نړۍ د رهبرانو لپاره هم يو غوره فرصت او هم يوه ستره ننګونه ده. کله چې هغوى په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو د سازمان په مقر کې سره راغونډ شي، د بيجنګ د کنفرانس ژمنو ته د بياکتنې او بياځلي ژمنې موقع به ولري.

نن ورځ موږ په ټولو دغو رهبرانو غږ کوو، چې د بشر د حقونو د خوندي کولو، سولې او پراختيا په دغې سترې غونډې کې له ښځو سره يوځاى شي. موږ هغوى څخه غواړو چې له خپل شخصي ژوند څخه د يوه مثال په راوړلو سره وښيي، چې برابري څرنګه کولي شي د ټولو په ګټه وي، که دا ښځې وي يا نارينه او يا هم ماشومان. همدارنګه ورباندې غږ کوو چې په خپلو هېوادونو کې په ملي کچه د جنډر د برابراۍ په برخه کې د توپيرونو د له منځه وړلو لپاره، چې موږ ټول پوهېږو چې تر اوسه شتون لري، د بېلابېلو پروګرامونو رهبري په غاړه واخلي او ورباندې پانګونه وکړي.

مونږ بايد ځان ته يوه وروستۍ موخه وټاکو. زموږ موخه همدا اوس بنسټيز ګامونه اخيستل او په چټکه توګه په لومړيو پنځو کلونو کې د هغه پلي کول دي، څو وکولى شو چې له ۲۰۳۰ کال څخه مخکې برابري خوندي کړو. د اوسنيو تګلارو د بدلولو لپاره بايد همدا اوس لاس په کار شو. په سياسي او اقتصادي پرېکړو کې د ښځو لږ ګډون د ښځو پياوړتيا او د جنډر برابرۍ ته يو ستر ګواښ دى، چې نارينه کولى شي دې برخه کې مرسته وکړي او مرسته کول ورباندې ضروري هم دي.

که چېرې په راتلونکې سپټمبر مياشت کې د نړۍ رهبران د نړۍ له ښځو سره لاس يو کړي؛ که چېرې هغوى د برابرۍ پر لور د هغه بنسټ په دوام خپل يون ګړندى کړي، چې شل کاله پخوا ايښودل شوى و؛ که چېرې هغوى د اړتيا وړ پانګونې وکړي، له سوداګرو او مدني ټولنې سره په ګډه کار وکړي او د پايلو په اړه يې ځانونه مسوول وبولي، دغه موخه له ټاکلي وخت څخه مخکې تر لاسه کېداى شي.

ښځې به بالاخره برابرۍ ته ورسېږي، خو پوښتنه دا ده چې انتظار د څه لپاره؟ ځکه نو موږ سږ کال د ښځو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځو، چې تمه لرو چې په راتلونکو کلونو کې به تر دې هم ډېر څه د نمانځلو لپاره ولرو.