منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان لومړۍ ښځينه پيلوټې د زړورتيا جايزه ترلاسه کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

واشنګټن (پژواک، ١٦ کب ٩٣): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ د افغانستان لومړۍ ښځينه پيلوټې ته د زړورتيا جايزه ورکړل شوه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هر کال د نړۍ لسو ښځو ته چې د ښځو  د حقونو او د ښځو د خدمتونو په برخه کې  يې د پام وړ فعاليتونه کړي وي، د زړورو ښځو جايزې ورکوي.

د دې جايزې لپاره هغه مېرمنې ټاکل کېږي چې په دې برخه کې يې ځانګړى جرئت  او مېړانتوب ښودلى وي، د ښځو د حقونو لپاره يې ډېره مبارزه کړې وي او خپل ژوند يې په خطر کې اچولى وي.

د دې جايزې لپاره، په ټاکل شوو لسو مېرمنو کې سږ کال د  افغانستان لومړۍ ښځينه پيلوټه بريدمنه نيلوفر رحماني هم شامله ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د کب په ١٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مېرمن رحماني په ګډون يادو ښځو ته پرون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه جايزه ورکړل شوه.

په دې مراسمو کې د امريکا لومړۍ مېرمنې مېچل اوباما، د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر چارواکو او يادو مېرمنو برخه اخيستې وه.

مېچل اوباما پيلوټې رحماني ته ددې جايزې ورکولو پر مهال وويل : (( د افغانستان په تاريخ کې لومړۍ ښځينه پيلوټه نيلوفر رحماني د طالبانو او کورنۍ له ګواښونو سره سره يې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او پيلوټه شوه.))

د هغې په وينا، د افغانستان ولس او ټوله نړۍ پر نيلوفر وياړي.

نيلوفر په ١٨ کلنۍ کې د افغانستان له هوايي ځواک سره يو ځاى شوه، د پيلوټۍ زده کړې يې پيل کړې او تېر کال  د بريدمنې په رتبه کې د پيلوټۍ له زده کړو فارغه شوه.

د يادونې ده، تېر کال د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په کابل کې د ملالۍ روغتون مشرې ډاکټر نسرين اورياخېل ته د زړورتيا جايزه ورکړې وه.