منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کورنيو چارو وزارت د ښځو مسلکيتوب ته لومړيتوب ورکوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٣): د کورنيو چارو وزير، د پوليسو په ليکو کې د ښځو شمېر د کمښت له امله اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې د پوليسو په ليکو کې سازمان شوي او جدي تاوتريخوالي تر سره شوي دي.

 د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي، په هغه ناسته کې چې نن د ښځو د پيوستون د نړيوالې ورځې (٨ مارچ) په مناسبت په ياد وزارت کې د سلګونه کسانو په ګډون تر سره شوه، وويل دوى هڅه کوي چې د پوليسو په ليکو کې د ښځو شمېر زيات کړي.

 د کورنيو چارو وزارت شمېرې ښيي چې اوسمهال د دغه وزارت په چوکاټ کې ٢٢٠٠ ښځې په دندو بوختې دي او دغه وزارت هڅه کوي چې سږ کال دغه شمېره پنځو زرو او تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ١٠ زره تنو ته ورسوي.

 د کورنيو چارو وزير وويل، چې ښځينه د دغه وزارت لپاره ډېر اهميت لري. دوى به د ښځو د مسلکيتوب په برخه کې هڅې وکړي ، د دوى پر وړاندې تاوتريخوالى ورته د نه منلو وړ دى او د تاوتريخوالي له عاملينو سره به سخت چلند وکړي.

 هغه زياته کړه: ” زموږ له لومړيتوبونو څخه يو هم د پوليسو په ليکو کې له ښځو ملاتړ دى او هڅه کوو چې د همدې لپاره يو داسې ميکانيزم رامنځته کړو، څو ښځې يې له مخې له کومې اندېښنې او ډار پرته خپلې دندې تر سره کړي.”

 

د کورنيو چارو وزارت د جندر مشر مل پاسوال حکمت شاهي هم وويل چې د پوليسو په ليکو کې له ښځو سره تعصب کېږي او په خپلو ورځنيو چارو او ترفيعاتو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

 هغه د پوليسو په ليکو کې د ښځو له جذب او دوى ته د مهمو بستونو نه ورکړه هم د دوى پر وړاندې تبعيض وباله او زياته يې کړه: ” ځينې وخت ښځينه پوليسې له ډاره او د وروستيو پايلو له امله، خپلې ستونزې او شکايتونه نه شريکوي.”

 حکمت شاهي له کورنيو چارو وزارت  څخه وغوښتل چې د پوليسو په ليکو کې د ښځينو ستونزې حل کړي او کلک پام ورته ورکړي.

 د کورنيو چارو وزير ژمنه وکړه چې دوى به په راتلونکي کې د ښځينه پوليسو لپاره خوندي فضا رامنځته کړي او د هغو ښځينه منسوبينو او افسرانو قضيې به چې پر وړاندې يې تاوتريخوالى شوى، وڅېړي.

 هغه همدارنګه وويل چې د وړتيا د اصل نه شتون، د کدري وړتياوو په پام کې نه نيول، مکافات او مجازات ، د دوى د حقونو تر پښو لاندې کېدل، په ټيټه او منځنۍ کچه د دوى حقونه خوړل او د ټپيانو کورنيو ته نه لاسرسى د دې لامل شوى چې يو شمېر پوليس له خپلو کارونو زړه ماتي شي.