منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۸ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار پوهنتون ١٤ ميليونه افغانۍ معاشونه غلا شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢١ کب ٩٣): وسله والو غلو د ننګرهار پوهنتون د استادانو د يوې مياشتې معاشونه چې څه باندې ١٤ ميليونه افغانۍ کېږي، تښتولي دي.

د ننګرهار پوهنتون رييس  ډاکټر طاهر عنايت د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه مهال  پوهنتون ته نږدې د نظر اباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په يوه موټر کې چې د پوهنتون د کب د مياشتې معاشونه له جلال اباد ښاره پوهنتون ته لېږدول کېدل، پوهنتون ته نږدې وسله والو غلو يې د موټر مخه نيولې ده.

ډاکټر عنايت وايي، وسله والو غلو د دوى پر موټر ډزې کړې، چې له امله يې يو پوليس او يو مامور ټپي شوى او دوه نور مامورين يې سخت وهلي او پيسې يې ترې وړې دي.

د نوموړي په وينا، غلو له ياد موټره ١٤ ميليونه، ٩ سوه ، ٣٧ زره او ٥١٧ افغانۍ تښتولې دي.

د پوهنتون رييس وايي چې غله په رڼا ورځ بېرته د جلال اباد ښار پر لور تښتېدلي دي.

ده وويل چې امنيتي ارګانونو ته يې خبر ورکړى دى.

د ننګرهار پوهنتون وياند فاضل ناګار پژواک اژانس ته وويل، وسله وال چې شمېر يې درې تنه وو، په يوه شين رنګه کرولا موټر کې راغلي وو.

هغه زياتوي چې دوى د پيسو له تښتولو وروسته بېرته د ښار پر لوري تللي دي.

د نوموړي په خبره چې ټپي شوي دوه کسان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د يادونې ده، څو مياشتې مخکې هم د ننګرهار پوهنتون د استادانو معاشونه تښتول شوي وو.